د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې،
د روسیې خبري اژانسونو د شويګو له خولې لیکلي:
موږ له پنټاګون سره د همکاريو بيرته جاري ساتلو ته چمتو يو خو له روسیې سره له د قوي مقام په توګه د مذاکراتو هڅه به بې ځايه وي. موږ د پنټاګون د مقام د روښانتيا تمه لرو.
شويګو په یوه اعلامیه کې دا خبرې د امریکا د دفاع وزير جيم ماتيس د خبرو په عکس العمل کې کړي.
جيم ماتیس د تيرې چارشنبې په ورځ وويل چې له روسيې سره په اړيکو کې سختۍ ته اړتيا ده.
د شويګو اعلاميه څو ساعته وروسته له هغه راغلې چې ټاکل شوې وه د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال جوزېف ډنفورډ او د روسيې د پوځ لوی درستيز جنرال والري ګيراميسوف د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې سره وويني.
شويګو ويلي، مسکو به په باکو کې د غونډې پر مهال له ډنفورډ څخه په دې اړه توضيحات وغواړي.