دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 88717
په فاریاب کې د تېرې میاشتې د انتحاري حملې پلان جوړوونکی ونیول شو
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي په فاریاب ولایت کې یې د تېرې میاشتې د انتحاري حملې پلان جوړونکی نیولی دی.
د دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې؛ دا کس له یو اندازه وسلو او مهماتو سره نیول شوی دی.

د اعلامیې له مخې نیول شوی کس اعتراف کړی چې؛ د طالبانو د یوه قومندان په امر یې دا حمله پلان کړې وه.
تېره میاشت په میمنې ښار کې په دې حملې کې اولس کسان ووژل شول او اوه ویشت نور ټپيان شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyyav.t1avz26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته