دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 121874
د کندز د ټرانسپورټ ریاست په عواید کې۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د کندز د ترانسپورټ ریاست مسوولین وايي چې سږکال د دغه ریاست په عواید کې۳۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د دغه ریاست د چارواکو په وینا؛ سره له دې چې سږکال د کندز ښار لنډ مهال سقوط وکړ او په دغه ولایت کې اقتصادي او سوداګریزي چارې له ستونزو سره مخ شوې؛ خو بیا هم دوی توانېدلي چې د دې ادارې عواید لوړ کړي.

د کندز ولايت د ټرانسپورټ ريیس سید جواد جلالي ازادي راډیو ته وويل چې د دې ادارې عواید ټول د ځمکني ټرانسپورټ خدمتونو له لارې ترلاسه کېږي؛ هغه وايي چې دوی ته په روان لمریز کال کې څه باندې ۸ میلیونه افغانۍ پلان ورکړل شوی وو؛ خو دوی تردې دمه ۱۱میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دی:

"په روان مالي کال کې موږ وتوانېدلو چې ۱۱میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړو چې له کبله یې زموږ په عوایدو کې څه باندې دوه میلیونه افغانۍ ډېریوالی راغلی دی."

جلالي همداراز وویل چې د مسافر وړونکو او باروړونکو وسایطو څخه د حق العبور راټولولو؛ د موټر چلونکو له غیر قانوني چلند؛ د خط سیر د کتابچو د وېشلو، د ترانسپورټي خدمتونو له لارې همدارنګه له شیرخان بندر څخه د سوادګریزو توکو انتقالاتو څخه دوی دغه عواید ترلاسه کړي دي:

"موږ له ترانسپورټي کمېشن څخه، د خلاف رفتار وسایطو جریمو څخه، د خط سیر کتابچو پلورلو څخه همدارنګه د قیمت لرونکو پاڼو له وېشلو څخه عواید ترلاسه کوو."

نوموړی زیاتوي چې اوس هم ځينې ستونزې لري ځکه لا هم ځينو سيمو کې د نا امنيو له امله د کارونو پر وړاندې خنډونه موجود دي.

د ياد ولوده چې کندز د شمال ختیځ ولايتونو بغلان، تخار، بدخشان زون دی؛ همدارنګه له تاجکستان سره هم ګډه پوله لري چې د شیرخان بندر له لارې افغانستان څخه سوادګریز توکي د مرکزي اسیا هېوادونو ته صادرېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyzaz5t1arv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته