دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 141070
کرزی:اوسنی حکومت مې نور نماینده نه دی، امریکایان وباسم .
پخواني ولسمشر حامد کرزي د لومړي ځل لپاره د ولسمشر اشرف غني پر حکومت توندې نیوکې وکړې. کرزي تر دې دمه د رسنیو په وړاندې د اشرف غني پر حکومت له نیوکې ډډه کوله.
اوسنی حکومت مې نور نماینده نه دی، امریکایان وباسم . پخواني ولسمشر حامد کرزي د لومړي ځل لپاره د ولسمشر اشرف غني پر حکومت توندې نیوکې وکړې. کرزي تر دې دمه د رسنیو په وړاندې د اشرف غني پر حکومت له نیوکې ډډه کوله. مخکېني ولسمشر د ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو له خوا د ترټولو ستر بم د غورځولو په غبرگون کې وايي نوره یې پرېکړه کړې چې امریکا له افغانستانه وباسي. حامد کرزي چې د ملي محور گوند له خوا یې د ډیورنډ کرښې په اړه غونډې ته وینا کوله پر افغان حکومت او امریکایانو توندې نیوکې وکړې. حامد کرزي په دغه وینا کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنگ د ملي یووالي پر حکومت هم سختې نیوکې وکړې. کرزي وویل «د افغانستان حکومت اعلان کړی چې پر افغان خاوره د امریکا د مهلک بم له غورځولو ملاتړ کوي». حامد کرزي دغه برید افغانانو ته سپکاوی وباله. کرزي وویل «یوازې زموږ د چاپېریال خبره نه ده، موږ ته سپکاوی وشو، دا خاوره بې څښتنه وگڼل شوه». کرزي وویل «د یوه افغان وگړي په توگه اوسنی حکومت خپل نماینده نه بولم، د خپلو اهدافو نماینده یې نه بولم، د خپلو ارمانونو نماینده یې نه بولم، د ملي حاکمیت نماینده یې نه بولم، د خپل برخلیک نماینده یې نه بولم». پخواني ولسمشر وویل د ملي يووالي حکومت نور د افغانستان د ملي حاکمیت ننگه او نمایندگي نه شي کولی. حامد کرزی چې د وینا پرمهال غوسه برېښېده په افغانستان کې يې د ترهگرۍ پر ضد د امریکا پر تگلاره نیوکه وکړه. کرزي وویل امریکا سره له دې چې افغانستان کې جگړه کړې خو افراطیت ورځ تر بلې زیات شوی. حامد کرزي په لومړي ځل د ملي يووالي حکومت پر دریځ توندې نیوکې وکړې. پخواني ولسمشر تر دې دمه د ولسمشر غني پر حکومت له نیوکو ډډه کوله. کرزي وویل، که دا ثابته شي چې د ترټولو ستر بم غورځولو اجازه افغان حکومت ورکړې وي، دا ملي خیانت دی. پخوانی ولسمشر د خپلې واکمنۍ له دویمې دورې وروسته په افغانستان کې د امریکا له جگړه‌ییز سیاست سره مخالفت کړی. خو کرزي تر دې دمه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره په دغه بڼه نه وه کړې
https://avapress.com/vdciyzazut1a5u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته