دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۲۲
د مطلب کود : 97951
مستغني: د چابهار بندر په اړه درې اړخیزه موافقه د نهايي کېدو په حال کې ده
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ د افغانستان ایران او هند تر منځ د چابهار بندر په اړه د درې اړخیزه موافقې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوې او دغه موافقه د نهایي کیدو په حال کې ده.

دغه وزارت وایي، د چابهار بندر د ټرانزیټي لارې جوړول یو له مهمو پروژو څخه ده او دوی هڅه کوي چې، عملي یې کړي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن په یوه خبري غونډه کې وویل؛ د افغانستان هند او ایران تر منځ د چابهار بندر د موافقې د بشپړیدو لپاره د پام وړ پرمختګونه شوې؛ تر څو افغانستان د دغه بندر له لارې له هند سره وصل شي.

د دې بندرله لارې به افغانستان د هند له ممبی سره ټرانزیټي لاره پیدا کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciz3a3.t1ayw26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته