دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 153617
امریکایي ځواکونو د داعشیانو پرمواضعو نوې هوایي بریدونه ترسره کړل

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو پر مواضعو تازه هوایي بریدونه ترسره شوي.

په ختیځ کې ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله اچین ولسوالی کې د داعشیانو مواضع په نښه کړي.

د سیلاب قول اردو چارواکو په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې چې د ده بالا اړوند په پائین سیمه کې ترسره چي په کې لږ تر لره ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې په دغو هوایي بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي خواکونو ته کوم ځیان نه ده اوښتې.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

د سیلا قول اردو چارواکو د دې اونی په پیل کې ویلي وو، چې ، د خوګیاني او اچین ولسوالیو په اړوند سیمو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۳ وسله وال طالبان او د داعش ډلې ۱۳ غړي وژل شوي.

د چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې د داعشیانو یو ډلمشر د ثاقب په نوم هم شامل دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizpazyt1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته