دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 132511
په کابل کې د سړي تښتونکو د اوو ډلو نیول
کابل د ۱۳۹۵ کال د لړم لومړئ نيټه د ملي امنيت د لوی رياست موظفینو د روان کال په لومړیو اوو مياشتو کې په کابل ښار کې د سړي تښتونکو اوو ګونې ډلې لومړی پيژندلي او بیا يي د دوی د سرګروپانو حسيب الله،ننګيالي،علي احمد، مقيم،سيد اشرف او ميرويس په ګډون ۲۱ تنه چې په کابل ښار کې په وسله والو غلاوو،د ملي سوداګرو، صرافانو او بهرنیو اتباعو په تښتولو کې يي لاس درلود نيولي دي. د نيول شویو ډلو د نیول کيدو لنډيز: ۱ـ د شهزاده سرای صراف حاجي غلام حيدر يي په ۲۵ /۲ /۱۳۹۵ نیټه د کابل د هوا شناسي له سيمې څخه چې د پنځلسمې ناحيي اړونده سيمه ده لومړی تښتولی وو او د خوشې کيدو په بدل کې يي د نوموړي له کورنۍ څخه شپږ ميليونه ډالر غوښتي وو چې د هڅو په لړ کې د کابل ښار د يولسمې ناحيي په شتل سیمه کې د سړي تښتونکو له منګولو وژغورل شو او کورنۍ ته وسپارل شو. ۲ـ ملی تجار حاجي روزالدين یې چې په ۳۱ /۲/۱۳۹۵ نیټه دننګیالی په مشرئ دانسان تښتوونکو شپږ کسیزې ډلې لخوا له څرخي پله څخه تښتولی وو او د نوموړي په بدل کې يي له کورنۍ څخه شپږ لکه ډالر غوښتي وو چې له نیکه مرغه د ملي امنيت د منسوبينو له لوري وژغورل شو او شپږ تنه سړي تښتونکي د دوی د سرګروپ په ګډون باالفعل ونیول شول. ۳ـ دوه تنه سړي تښتونکی چې د کابل له ۱۳ ناحيي څخه يي د تقي په نوم يو ماشوم تښتولی وو او له کورنۍ څخه يي د نوموړي په بدل کې شپږ لکه افغانۍ غوښتې وې چې د ملي امنيت منسوبینو دا سړي تښتونکي باالفعل ونيول اویاد ماشوم یې دتښتوونکو له منګولو ازاد او دماشوم کورنئ ته ور وسپاره. ۴ـ طوفان د بهادرشاه زوی چې د شکردرې اوسیدونکی وو د خپل ټولګيوال په مرسته تښتول شوی وو او د پروان د سیدخيلو ولسوالۍ ته وړل شوی وو او بیا د سړي تښتونکو سرګروپ مقیم نومي ته سپارل شوی وو چې په بدل کې يي له دتښتول شوي کس له کورنۍ څخه پنځه لکه ډالر غوښتل شوي وو چې په خوښۍ سره د ملي امنیت ويښو منسوبینو سړي تښتونکی ونيوه او تښتول شوی زده کونکی هم له دوی څخه وژغورل شو او کورنۍ ته يي وسپارل شو. ۵ـ الياس د حسام الدین زوی چې د سړي تښتونکو د يوې ډلې مشر وو او زموږ درې تنه بې ګناه هیوادوال يي شهيدان کړي او يو تن يي ټپي کړی وو تښتیدلی وو او د پروان محکمې د نوموړي په نشتون کې ورته د اعدام سزا اورولې وه چې د ملي امنيت د موظفينو د عملیاتو په لړ کې د کابل ښار د يولسمې ناحيي په اړونده سيمه کې ونيول شو او د قانون منګولو ته وسپارل شو. ۶ـ عبدالحميد د میرزامحمد زوی په ۱۳۹۳ کال کې د کابل د استالف ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ د پخواني جنايي آمر له لوري تښتول شوی وواو له کورنۍ څخه يي د نوموړي د خوشې کيدو په بدل کې ۱۵۳ زره امریکايي ډالر اخيستي وو. ملی امنيت پر دې قضيه کار وکړ او باالاخره سید اشرف چې سړي تښتونکی وو د روان کال د تلې د مياشتې په اتلسمه نيټه د ملي امنيت ځانګړې قطعې د عملیاتو په لړ کې د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې ونیوه او د قانون منګولو ته يي وسپاره. ۷ـ ميرويس چې د انسانانو دقاچاق په برخه کې کار کوي او د ترکيي په استانبول ښار کې يي ژوند کاوو، يو تن پاکستانی ځوان يي د مزمل په نوم چې له خپلې کورنۍ سره په ترکيه کې استوګن وو له ځان سره افغانستان ته را وستی وو او د پروان د بګرام ولسوالۍ په رباط نومي کلي کې يي بندي کړی وو او له کورنۍ څخه يي د شل زره امریکايي دالرو غوښتنه کړې وه د ملي امنيت د ويښو منسوبینو د هڅو په لړ کې ونيول شو او تښتول شوی ځوان خپلوانو ته وسپارل شو. د ملي امنيت رياست ټولو سړي تښتونکو ( اختطافچي) او وحشي صفته بانډونو ته ګوتڅنډنه کوي چې کله به هم دوی د ملي امنيت د ويښو او زړورو منسوبینو له سترګو ځان پټ نشي کړای او هر چیرته چې وي د خپلو کړو اعمالو سزا به و ويني.
https://avapress.com/vdcizrazzt1apw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته