دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 100714
هيواد د لومړي میرمن په ګډون د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سینې د سرطان په ضد کمپاین په لاره واچول شو
 د هیواد د لومړي میرمن بی بی ګل غنی په ګډون د لومړي ځل لپاره د سیني سرطان په ضد يو کمپاين په لاره واچول شو. دغه کمپاين د سينې د سرطان د مخنيوی، تشخیص او درملنې په باب د عامه پوهاوي د لوړولو او ددې ناروغۍ پروړاندې د يوې پراخې مبارزې په ترسره کولو کې دټولیزه ګډون د سمون په موخه نن په کابل کې جوړ شو.
د سینې سرطان د نړۍ په کچه تر ټولو پراخ سرطان دی چې د امريکا د متحده ایالاتو د شمیرو له مخې له هرو اتوو میرمنو څخه يوه میرمن د سینې په سرطان اخته کیږي. خو په افغانستان کې د امکاناتو د نه شتون له امله کره شمیره پدې اړه نشته او پدې برخه کې د تشخیص لپاره یوازنۍ مرکز په کابل کې د ماشومانو
لپاره د فرانسویانو په روغتون کې شتون لري.
د ولسمشر میرمن بی بی ګل غنې، د يوې سالمې ټولنې دلرو لپاره د میندو او د ماشومانو روغتيايي خورا مهم او ساسی وباله، ويې ویل چې میندې د کورنۍ اصلی بڼسټ جوړوي او دماشومانو د روزنې او په پالنه کې، د کورنۍ په تنظیم او اداره کې چې د ټولنې د وکړو د روزنې او پالنې لومړنۍ مرکز دی، د یوې عاطفي
او مهربانې مدیرې په ټوګه زیار باسي او باید د ښځو روغتيا ته چې زمونږ خوندې، انجونې او میندې دي ډیره پاملرنه وشي.
د هيواد لومړۍ میرمن وویل: مونږ کولای شو چې د روغتیايي پاملرونو، مخنيوونکي اقداماتو او دعامه پوهاوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcizuaz5t1auy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته