دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 89581
عبدالله: که بریالی شوم د خپلو سیالانو په ګډون ټولو ته په حکومت کې برخه ورکوم
د ولسمشرۍ د څوکۍ یو کاندید عبدالله عبدالله چې په لس فیصده شمېرل شویو رایو کې له نور کاندیدانو مخکې ښودل شوی دی؛ ازادي راډیو ته ویلي، که چېرې د ولسمشر په توګه انتخاب شي؛ نو د خپلو سیالانو په ګډون ټولو ته به په حکومت کې برخه ورکړي.
عبدالله عبدالله وايي، که ولسمشر شي، حکومت به یې د وړتیا پر بنسټ وي او د ده د سیالو کاندیدانو او اوسني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ټول لورې به په کې برخه ولري.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې؛ تر اوسه پورې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون د ورکړل شویو رایو یوازې د لسو فیصدو نتیجې په ډاګه کړې چې؛ له مخې یې عبدالله له خپل سیال اشرف غني مخکې دی.
خو د انتخاباتو کمیسون ویلي دي چې؛ د نورو رایو د نتایجو په اعلان سره ښايي د کاندیدانو اوسنۍ فیصدي بدلون ومومي او بل کاندید رامخې ته شي.
له ازادي راډیو سره په خبرو کې عبدالله هغه اوازې هم رد کړي چې؛ ګوندې له نورو کاندیدانو سره په خبرو بوخت دی؛ څو د ولسمشرۍ انتخابات دویم پړاو ته ولاړ نه شي. نوموړي ویلي چې، په دویم پړاو انتخاباتو کې برخې اخیستو ته ژمن دی؛ څو ولس خپله وروستۍ پریکړه وکړي.
د ولسمشرۍ بل مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي هم د لس فیصده رایو د نتایجو د اعلان هرکلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې، د نورو رایو د نتایجو په اعلان سره به د ده لوری مخکې شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcizwav.t1a3v26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته