دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 105610
یو شمیر عربان په فراه کې د نایابه مرغانو غیر قانوني ښکار کوي

د افغانستان د چاپریال ساتنې د ملي ادارې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط آزادي راډیو ته ویلي چې، یو شمیر عربان فراه ولایت ته راغلي او هلته غیر قانوني ښکار کوي.
د چاپریال ساتنې د ملي ادارې دغه سرچینه وایي چې د قطر له هیواد څخه شاوخوا دوه سوه عربان چې په کې یو شیخ هم شته؛ د فراه د بکوا او لاش جوین سیمې مربوط خوسپاس سیمې کې کمپونه جوړ کړي او دغلته نایابه مرغان ښکار کوي.
دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط دغه راز آزادي راډیو ته وویل چې دغه ډله تیر کال هم د ښکار لپاره د افغانستان فراه، هرات او نیمروز ولایتونو ته راغلې وه.
سرچینه زیاتوي، د افغانستان له یو شمیر سیمو څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د هیواد په سرحدي سیمو کې د سیمه ییزو چارواکو په ملاتړ د دغه ډول افرادو شتون زیات شوی او افغان پولیس او اردو یې امنیت نیولی دی.
په همدې حال کې د چاپریال ساتنې د ملي ادارې د پالیسۍ مرستیال عبدالولي مدقق وايي؛ تر اوسه په فراه ولایت کې د عربو ښکار کوونکو په اړه ورته راپورونه نه دي رسیدلي.
نوموړي له آزادي راډیو سره خبرو کې تایید کړه چې هیڅ څوک په افغانستان کې د ښکار حق نه لري او له دولتي مسوولینو او سیمه ییزو اوسیدونکو یې وغوښتل چې دا ډول کسانو ته اجازه ورنه کړي:
"زه دوه پیغامونه لرم. لومړی له دولتي مسوولینو څخه د یوه همکار په توګه غواړم چې د غیر قانوني او داسي ښکار زمینه برابره نه کړي چې موږ یې په اړه بشپړ معلومات نه لرو. دوهم دا چې دا ډول فرصت طلبو کسانو ته چې غواړي له دې لارې پيسې ترلاسه کړي، د کار او فعالیت زمینه رامنځ ته نه کړي."
ښاغلي مدقق دغه راز وویل چې د چاپریال ساتنې ملي ادارې د ځناورو او ښکار د قانون مسوده برابره کړې او دا مهال د عدلیې په وزارت کې ده.
د ښاغلي مدقق په باور، د دې قانون په تصویب، توشیح او عملي کېدو سره به په افغانستان کې د غیر قانوني ښکار مخه په بشپړه توګه ونیول شي.
د فراه د ولایتي شورا رییس فرید بختاور هم دا مني چې یو شمیر عربان د جومات او کلینیک د جوړېدو په بهانه دغه ولایت ته راغلي او د میش مرغ په نامه یو ډول مارغه ښکار کوي.
ښاغلی بختاور وايي چې په دې اړه یې په وار وار خپل افغان غږ خبری آژانسز پورته کړی؛ خو په خبره یې، اوس نو باید افغان ولسمشر په دې اړه اقدام وکړي.
"دا په خپله ولسمشر پورې اړه لري. د خلکو له آدرسه مو په وار - وار په دې اړه خبري کړي. همدا نن مو هم رسماً څارنوالۍ ته مکتوب واستوه؛ څو له والي او هغو موسساتو څخه چې دغه عربان یې راوستلي؛ وضاحت واخیستل شي او تر کومه چې زموږ دنده وه؛ موږ خپل افغان غږ خبری آژانسز پورته کړی."
په تیرو څو کلونو کې په وار وار داسې راپورونه خپاره شوي چې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې عربان د نادره مرغانو ښکار کوي؛ خو تراوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.
په عین حال کې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي وايي چې په افغانستان کې ۱۳۸ ډوله داسې ژوي او مرغان شته چې جدي ساتنې ته اړتیا لري.
دغه اداره وايي، دا مهال د میش مرغ او مارکوپولو په څیر ژوي د له منځه تلو په حال کې دي.
د کابل یو شمیر اوسیدونکي وايي چې افغان حکومت باید د نادرو مرغانو او ژویو د ساتنې لپاره جدي پام وکړي.
"زما نوم عزیز الرحمن دی. دا زموږ د هیواد آینده ده، له دې سرمایې څخه باید په هیواد کې دننه کار واخیستل شي او نور ملکونه باید استفاده ورڅخه ونه کړای شي.
زموږ امنیتي ځواکونه باید د دې مخنیوی وکړي او بهرنیو ته د راتلو اجازه ورنه کړل شي. غیر قانوني کار دی او دا سرمایه خارج ته وړل کیږي."
د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې سرچینخه همدا راز وايي چې که چیرې حکومتي چارواکي عربانو ته په هېواد کې د ښکار اجازه ورکوي؛ باید د پاکستان او نورو هېوادونو په څير له هغو څخه پیسې ترلاسه کړي او د دولت خزانې ته یې وسپاري.
په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا مني چې یو شمیر عربان د یوه ستر جومات او پارک د جوړېدو په هدف فراه ولایت ته تللي دي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وايي چې پولیس د دغو کسانو د امنیت ټینګښتته ګمارل شوي او که چیرې داسې شواهد ترلاسه کړي چې دوی د ښکار لپاره فراه ولایت ته تللي وي؛ نو پولیس به د دې کار مخه ونیسي.
ښاغلي دانش همدارنګه وویل، کله چې په دې اړه ورته راپورونه و رسیدل؛ نو دوی د امنیي قومندانۍ، لویې څارنوالۍ او نورو ادارو څخه جوړ یو پلاوی فراه ته د څیړنو لپاره ولیږه.
"که داسي موارد وي چې دوی د ښکار پلان ولري او یا دا چې په همدې هدف راغلي وي؛ نو البته چې د ولسمشر د فرمان له مخې هیڅ څوک د ښکار حق نه لري. امنیتي ځواکونه به یې مخه ونیسي. اوس زه فکر کوم چې باید انتظار وباسو؛ څو د کورنیو چارو وزارت پلاوی د خپلو څیړنو نتیجې له موږ سره شریکې کړي."
وموغوښتل چې په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت نظر هم واخلو؛ خو له پرلپسې هڅو سره دوی راته ځواب رانه کړ.
یو شمېر افغان څيړونکي وايي؛ ژوي او مرغان د افغانستان له طبعي منابعو څخه شمیرل کیږي او افغان حکومت باید د دې د ساتلو او خوندي کولو لپاره جدي پام وکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری ازانس(اوا)
https://avapress.com/vdcizwazut1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته