دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 89761
د حمل د ۱۶مې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراوو بریالي انتخابات په اړه د جمهور رئیس حامد کرزی د راډیویی وینا متن
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدالله رب العالمین وصلوات والسلام علی خاتم النبیین
ګرانو هیوادوالو، درنو خویندو او وروڼو!
السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته،
د حمل د ۱۶مې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراوو بریالي انتخابات، زموږ په هیواد کې د ثبات او امنیت د لاپیاوړتیا په لاره کې یو بل پیاوړی ګام او پر ولسواکۍ زموږ د خلکو د باور ښکاره ثبوت و.

ګرانو هیوادوالو!
په انتخاباتو کې د هیوادوالو پراخ ګډون وښووله چې د افغانستان په خلکو کې پر خپل ځان د اعتماد روحیه خورا پیاوړې ده او زموږ خلک بشپړه وړتیا لري چې خپل ځان، خپل کور او خپل هیواد د نن ورځې له غوښتنو سره برابر جوړ او بسیا کړي.
اوس چې زموږ په هیواد کې د څښتن تعالی په استعانت او زموږ د خلکو په هر اړخیزه همکارۍ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراوو د انتخاباتو لومړۍ او اساسي مرحله په موفقیت سرته ورسیدله، زموږ ټولو دا هڅه ده چې د دې انتخاباتو نور مراحل هم په بري سرته ورسیږي.
خویندو او ورڼو!
زموږ د انتخاباتو بله مرحله د رایو شمیرل، د شکایاتو ثبتول او څیړل دي. د انتخاباتو مستقل کمیسیون او د انتخاباتي شکایاتو کمیسیون د دې مرحلې چارې هم پیل کړي او په بیړه روانې دي.
امید دی چې د انتخاباتو نهایي نتایج خلکو ته په ټاکل شوی وخت اعلان شي. او نوی جمهوررییس له نوي حکومت سره د هیواد د ترقۍ، آرامۍ، سولې او سوکالۍ لپاره لا زیات بریالي ګامونه پرمخ واخلي.
د انتخاباتو مستقل کمیسیون او د انتخاباتي شکایاتو له کمیسیون څخه زموږ هیوادوال دا هیله لري چې د انتخاباتي پروسې پاتې مراحل هم له قانون سره سم، مستقل او شفاف وي، څو د خلکو اراده تمثیل شي.
درنو هیوادوالو!
موږ ټول باور لرو چې زموږ محترم کاندیدان به هم د ولس رایو ته په احترام د انتخاباتو مشروع نتایج ومني، څو هیواد د ثبات، اعتماد او ولسواکۍ یو بل روښانه پړاو ته داخل شي.
نوي انتخاب شوی جمهور رئیس به د افغانستان د ټولو خلکو جمهور رئیس وي او ګران افغانستان به د ملي وفاق تر سیوري لاندې لا آباد او بسیا شي .
تر بلې وینا مو په مخه ښه – ښاد او آباد اوسئ
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizyav.t1a3q26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته