دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 127517
کارپوهان:له القاعدې سره د طالبانو اړیکې د دغې ډلې د کمزورتیا لامل کېږي
د طالبانو له نوي مشر څخه د القاعده د مشر ملاتړ، بهرنیو ځواکونو ته دا موکه ورکوي چې طالبان او نور ترهګر یوځای په افغانستان کې وځپي.
د طالبانو له نوي مشر څخه د القاعده د مشر ملاتړ، بهرنیو ځواکونو ته دا موکه ورکوي چې طالبان او نور ترهګر یوځای په افغانستان کې وځپي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا له ملا هبت الله څخه د ایمن الظواهري ملاتړ له طالبانو سره د دې شبکې د ژمنې تازه کول ګڼي.
بلخوا د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې له القاعده سره د طالبانو اړیکې د دې لامل کېږي چې دا ډله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا وځپل شي.
د القاعدې مشر ایمن الظواهري په یوه ۱۴ دقیقه‎يې غږیز پیغام کې ویلي دي چې د دغې ډلې پخواني مشر اسامه بن لادن له طالبانو څخه ملاتړ کاوه او اوس هغه هم د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله څخه خپل بعیت او ملاتړ اعلانوي، خو د القاعدې شبکې د دغه پیغام په اړه د افغان حکومت غبرګون څه دی؟
د ملي امنیت د شورا دفتر ویاند تواب غورځنګ وویل:«د طالبانو او القاعدې شبکې ترمنځ اړیکه روښانه ده. افغانستان او د هېوادوالو د القاعدې د یوه مشر په خاطر قرباني ورکړې ده؛دا یوه نوې خبره نه ده هغوی ویلي دي چې بیعت نوی کوي او دا په دې مانا دی چې القاعدې له دې وړاندې له طالبانو څخه ملاتړ کاوه هغه څه چې افغان حکومت تل پر هغې ټینګار درلود هغه دا وه چې سیمه او نړۍ باید ګواښونه درک کړي. چې د ترهګرو ډلو ترمنځ د اړیکو ټینګښت افغانستان ته متوجه دی.»
ویل کېږي چې له طالبانو د القاعدې شبکې د ملاتړ اعلان دا څرګندوي چې طالبان د نړیوالو ترهګرو لاس اوزار دی او دا کار به د دې لامل شي ترڅو طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل شي.
د سیاسي چارو کارپوه صدیق پتمن په دې اړه وویل:«د امریکا شرط تل دا وو چې طالبان له القاعدې سره اړیکې پرېکړي،خو اوس چې اعلان کوي طالبان باید دا تأیید کړي؛ په هغه صورت کې د بیاځلې لپاره په افغانستان کې د القاعدې د مرکز موجودیت ثابتېږي.»
خو د طالبانو یوشمېر پخواني مشران په دې باور دي چې د طالبانو پخوانی مشر هم د القاعدې ملاتړ له ځان سره لاره او له طالبانو به د القاعده ملاتړ دوام ولري.
د طالبانو پخواني قومندان سید اکبر په دې اړه زیاتوي:«کله چې اخترمحمد منصور وګمارل شو،القاعدې له هغې سره بیعت کړی وه او دا مسئله له هغې وړاندې له ملاعمر سره هم شوې وه او دا نوې خبره نه ده. »
وروسته له هغه چې د طالبانو فعالیتونه په افغانستان کې پراخ شول او د پرېکنده مأموریت چارواکو له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو د لرلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما خپلو پوځیانو ته په افغانستان کې امر کړی ترڅو د طالبانو په له منځه وړو کې پراخه ونډه واخلي.
د امریکا د دغې نوې تګلارې له مخې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کم نه‎شي او همداراز باراک اوباما بهرنیو ځواکونو ته امر کړی چې له افغان پوځیانو سره زیاته مرسته وکړي.
https://avapress.com/vdcizyazyt1arw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته