دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 137922
ګرمسېرکې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي
چارواکی وایی، تېره ورځ شاوخوا دوه بجې د غوڅ ملاتړ ماموريت جيټ الوتکو د ګرمسېر ولسوالۍ جنوبي (خارکو) سيمه کې پر وسله والو مخالفينو هوايي بريد ترسره کړی، چې له مخې يې د طالبانو د يوه ځايي قومندان مولوي نجيب الله مشهور په مدد، شپږ وسله وال وژل شوي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبر شوی خبر پآنه ګي راغلی دي، په ياده پېښه کې يوه دهشکه او ګڼ شمېر نورې وسلې په بشپړه توګه له منځه وړل شوې دي.
سرچینوزیاتیوی، ګرمسېر ولسوالۍ کې په تېرو څو ورځو کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي او ټپيان دي.
خبر پآنه کي راغلی دي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه په ياده ولسوالۍ کې پر دښمن لاس بري دي او د هغوی ګڼ پټنځايونه يې له منځه وړي دي .
خو وسله والو په دي اړه سی ندی ویلی.
https://avapress.com/vdcj8aev8uqethz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته