دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 137823
په فارياب کې د جګړې له امله د ميمنې ښار او څلورو ولسواليو برېښنا پرې شوې
د فارياب مسوولين وايي، په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او او طالبانو ترمنځ د نښتې له امله ١٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او هم د ميمنې ښار او څلورو ولسواليو برېښنا پرې شوې ده.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : په فارياب کې د شاهين ٢٠٩ قول اردو د لومړۍ لوا قومندان جنرال جنت ګل کړوخېل، وويل، چې نن مازيګر له بلخ څخه ميمنې ښار ته امنيتي ځواکونو را روان وو، چې د شيرين تګاب ولسوالۍ په فيض اباد سيمه کې يې ټانک په ماين الوتى دى.

ده زياته کړه، په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، تردې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ نښته پيل شوه، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په کې ٤ طالبان وژل شوي او ٨ نور ژوبل دي.
دى وايي، جګړه ماښام مهال ودرېده.
د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک وويل چې د ملي اردو د يادو وژل شويو کسانو د جسدونو او ټپيانو لېږدوونکى ټانک د ولسوالۍ په کوه صياد سيمه کې له يوه موټرسايکل سره ټکر کړى چې يو موټرسايکل سپور په کې وژل شوى او بل ژوبل دى.
له بلې خوا د فارياب د برېښنا مشر سيد عبدالحميد وايي، د دې نښتې په ترڅ کې د برېښنا مزى پرې شوى او له امله يې د ميمنې ښار او څلورو ولسواليو (خواجه سبز پوش، شيرين تګاب، دولت اباد او پښتونکوټ) د کابو ٥٣زرو کورنيو برېښنا قطع شوې ده.
دى زياتوي، که سبا امنيت ټينګ و، د برېښنا مزي به بېرته ونښلوي.
https://avapress.com/vdcj8aevtuqetoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته