دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 139326
پر پوځي روغتون د برید طراح د ملي دفاع د وزیر په امر د موتر داخلولو کارت ترلاسه کړی
پر داوود خان روغتون باندی بریدګر د ملي دفاع وزیر په امر د روغتون د کشف له آمر څخه روغتون ته د موتر د ننویستلو کارت هم تر لاسه کړی و.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، سرچینی وايي، چې د برید اصلي طراح پېنځه میاشتې مخکې د دفاع وزارت د تعیناتو د بورد له څېړنو تېر شوی او د ملي دفاع د وزیر په امر او دوه دولتي کارکوونکیو پر ضمانت سردار محمد داوود خان روغتون ته د ستاژ لپاره معرفي شوی و. دغه بریدګر د ننګرهار په پوهنتون کې لوړې زدکړې کړې دي.
دغه بریدګر، چې اوس د ملي امنیت سره بندي دي، درې نور بریدګر یې په سره کرولا کې رغتون ته په داسې حال کې د ننه کړي، چې د تلاشۍ په پوسته کې یې تلاشي هم ورکړې ده.
سرچینې په ډاګه کړې، چې د برید تنظیموونکي چاودیدونکي توکي او وسلې د موتر د ګازو په ډبه او د موتر په څوکۍ کې ځای په ځای کړي او روغتون ته یې وړي وه.
سرچینه وايي، چې دغه بریدګر د ملي دفاع وزیر په امر د روغتون د کشف له آمر څخه روغتون ته د موتر د ننویستلو کارت هم تر لاسه کړی و.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي، چې دا په دې معنا نه ده، چې دفاع وزیر او یا دا، چې د کمیسیون له لوري ستاژ ته تېر شوي، خاین دي.
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې په دغه برید کې د روغتون فعالو دوه داکترانو، چې یوه یې ښځینه ده هم ونډه درلوده.
ویل کیږي، چې ښځینه داکترې بریدګرو ته د تیلیفون له لارې د روغتون د مهمو څانګو معلومات ورکول.
بریدګرد ام آر آی څانګې له لارې د داکترانو په جامو کې روغتون ته ننوځي او له برید سره سم د الله اکبر په ویلو ډزې پیلوي. وروسته له هغې لارې، چې ساتونکی نلري، دوه یم منزل ته پورته کیږي. بریدګرو د روغتون تر اوومه پوړه ختلي او په هر پوړ کې یې پر داکترانو، ناروغانو او کارګرو ډزې کړې او په چړو یې وهلي دي. وروسته یې د امینتي چارواکو د تېر ایستلو لپاره موتر ته چاودنه ورکړې ده.
سرچینه څرګندوي، چې یوه بریدګر له برید پېنځه ویشت دقیقې وروسته د روغتون په دروازه کې ځانمرګی برید وکړ.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله وایي، د دې برید پړه د طالبانو په غاړه ده، چې دغه راز بریدونو ته یې زمینه برابره کړې او پړه هغه خلک دي، چې له طالبانو یې ملاتړ کړی او ملاتړ کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د برید اصلي تنظیموونکی له برید یوه ورځ وروسته د ملي امنیت لخوا نیول شوی او دوه یم ښکېل داکتر هم په روغتون د ننه د شنبې په ورځ نیول شوی؛ خو د ښځینه داکترې په اړه تر اوسه معلومات نه دي تر لاسه شوي.
سرچینه وايي، چې تر اوسه یوازې د روغتون د کشف مسوولین او څو تنه ستاژران د پوښتنو لپاره احضار شوي دي.
دا، چې د برید تنطیموونکي څه ډول توانیدلی د دفاع وزارت د تعییناتو له بورد څخه تېر شي تر اوسه یې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ملي دفاع وزیر په خپل وروستي حکم کې د سردار داوود خان له روغتون څخه ټول ملکي ستاژران منع کړي دي.
https://avapress.com/vdcj8hevmuqettz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته