دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 89582
پوتین او اوباما د اوکراین د ختیځ د کړکیچ په اړه ټلیفوني خبرې وکړې
کرملین وايي، د روسیې ولسمشر ویلادیمير پوتین، د امریکا پر ولسمشر بارک اوباما ټینګار کړی، چې د اوکراین حکومت د دې هېواد په ختیځ کې د اعتراض کوونکو پر ضد د زور له کارونې منعه کړي.
د دواړو مشرانو ترمنځ د دوشنبې په ورځ له ټیلفوني خبرو وروسته کرملین په یو بیان کې وویل؛ پوتین هغه ادعاوې رد کړې چې؛ ګوندې د اوکراین د ختیځ په اعتراضونو کې روسي اجنټان لاس لري او دا یې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ اوازې وبللې.
پوتین ویلي، دا اعتراضونه هغه عامه غوسه څرګندوي چې؛ د اوکراین په ختیځ کې د روسي ژبو د ګټو د تامینولو سره د اوکراین د حکومت د نه لیوالتیا له کبله راپورته شوې ده.
سپینې ماڼۍ تایید کړې ده چې؛ دواړو ولسمشرانو خبرې کړې دي؛ خو تر اوسه پورې یې د دې خبرو اترو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د اوکراین په ختیځ کې تر لسو زیات حکومتي دفترونه او د پولیسو ماموریتونه روسي پلوو اعتراض کوونکو نیولي دي. د اوکراین حکومت او لویدیځ، روسیه تونوي چې په دې اعتراضونو کې لاس لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcj8ieo.uqehoz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته