دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 155823
د افغانستان بانک څه کم څلور میلیارډه زړې افغانۍ سوزولي

د افغانستان بانک چارواکي وایي ۳ میلیارډه ۶۰۲ میلیونه ۲۵۰ زره زاړه افغانۍ بانک نوټونه یې سوزولي دي.

دا بانکنوټونه د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د عدلیې وزارت، د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د استازو په شتون کې سوزول شوي دی.

د افغانستان بانک دوسم مرستیال محمد قسیم رحیمي له خلکو غوښتي، څو په پېر او پلور کې د افغانۍ پیسو د کارولو ترڅنګ د هغو په سمه ساتنه کې هم له هیڅ ډول کوښښ څخهډډه ونه کړي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې که څه هم افغاني بانکنوټونه په لوړ کیفیت چاپ شوي، خو په ورځنیو چارو کې له دغو پیسو څخه د خلکو د ناسمې ساتنې او کارونې له امله ژر زړیږي.

د یادونې وړ ده چې دا د افغانستان بانک یوه عادي لړۍ ده چې زاړه او مندرس بانکنوټونه د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ټاکل شوي پلاوي پر وړاندې سوځول کیږي څو په بازار کې زړې او له کاره لویدلې پیسې په مالي معاملاتو کې ستونزه رامنځته نه کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8ievtuqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته