دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 106025
په کابل ښار کې له ۴۷ میلو وسلو سره یو ځای د ۳ تنو قاچاقبرانو نیونه!

د وسلو او مهماتو یوې ۳ کسیزي ډلي چې ۷ میله کلاشینکوف، ۴۰ میله ډول ډول ډول تفنګچې او یو اندازه مهمات چې په یو عراده پیکپ ډوله موټر کې ځای پر ځای او له پاکستان هیواد څخه ننګرهار ولایت او وروسته کابل ښار ته له لیږدولي وي، او غوښتل یې چې یادي وسلي د ترهګریزو کړنو په موخه پر وسلوالو ډلو باندې خرڅي کړي، چې له نیکه مرغه خپلې موخې ته له رسیدو د مخه د ملی امنیت لوی ریاست ویښو منسوبینو لخوا د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له یادو وسلو سره یو ځای د کابل ښار له اړوندو سیمو څخه ونیول شول.

نیول شویو کسانو د څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف او زیاته کړی ده چې یادې وسلي او مهمات یې د پیښور په رینګ روډ کې د وسلو جوړونې له یوې فابریکي څخه اخیستي او وروسته یې کابل ښار ته رالیږدولي وي.
د یادو ترهګرو او وسلو په نیول سره د وسلوالو ډلو له یو لړ ترهګریزو کړنو څخه مخنیوي وشو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcj8meviuqeyyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته