دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 111029
د امریکا د تګزاس په ایالت کی د ډزو له کبله، دریو تنو ته مرګ ژوبله واوښتله
د پرس، ټی وی د رپوټ له مخی، پدی پیښه کی چی بیګا؛ د تګزاس ایالت د ګارلند په ښارکی، د اسلام د ګران پیغمبر ص په نسبت د سپکاوی په موخه، د کاری کاتور د مسابقی د ترسره کیدو د ودانۍ په وړاندی رامنځته شوه؛ دوه تنه وژل شوی، او د امنیتی ګارډ یوتن هم ژوبل شو .
تر اوسه لا معلومه نه ده چی دغه پیښه، د یادی مسابقی د ترسره کیدو سره تړاو لرلې ده که نه ؟
د کاریکا تور دغه نندارتون، له پرون څخه، د امریکا د تګزاس ایالت د ګارلند په ښارکی، د کورتس کالول په مرکز کی جوړ شوئ دئ .
د فرانسی خبری آژانس د رپوټ له مخی، د داعش ترهه ګری ډلی، د دغی پیښی او د ډزو مسئولیت په غاړه اخیستئ دئ .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcj8vevhuqevyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته