دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 96052
اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو وغوښتل چې ملي یووالی وښيي
تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو مخکښو کاندیدانو وغوښتل چې د رایو د شمېرلو او د واک لېږد په لړ کې ملي یووالی وساتي.
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له لومړنیو پایلو سره سم اشرف غني احمدزي په سلو کې څه باندې ۵۶ فیصده رایې ګتلي خو عبدالله عبدالله ته د منلو نه دي.
دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب موافقه وکړه چې ټولې رایې دې بیا وڅېړل شي خو د رایو د تفتیش بهیر خورا سوکه دی. تراوسه پوري له ۲۳ زره رایبکسونو څخه یوازې شاوخوا زر صندوقونه شمېرل شوي دي.
سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړه کاندیدان وهڅول چې په ښکاره هغه سیاسي چوکاټ تایید کړي چې دواړو پرې پخوا موافقه کړې ده او د هغه د عملي کېدو پر جزییاتو خبرو ته دوام ورکړي څو افغانان پر روان انتخاباتي بهیر او د هغه پر پایلو باورمن شي.
د اوباما د پیغام اشاره د ولسمشرۍ د انتخاباتو بریالي کاندید ته ده چې ظاهراً نه غواړي ايتلافي حکومت جوړ کړي.
د سپینې ماڼۍ په وینا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له دواړو کاندیدانو، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي، وغوښتل چې د دې تاریخي واک لېږد په ترڅ کې په ګډه د ملي یووالي د ښودلو لپاره ګامونه واخلي.
سپینې ماڼۍ دا هم وویل چې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به له دواړو خواوو (کاندیدانو) سره سلا مشورو ته دوام ورکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا )
https://avapress.com/vdcj8yeh.uqemiz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته