دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 97277
په هرات کې د سره صلیب ۵ تښټول شوي کارکوونکي خوشي شول

 د سره صلیب نړیوالې کمېټې نن وویل چې د افغانستان په هرات ولایت کې د دې کمېټې ۵ برمته شوي کارکوونکي پرون روغ رمټ خوشي شول.
سره صلیب په یوه خبرپاڼه کې، چې د سویس په زوریښ ښار کې یې رویټرز خبري اژانس ته ایمیل کړې ده، د دې کمېټې د کابل د دفتر د مشرې مونیکا زاناریلي په قول ویل شوي:« زموږ پنځه همکاران اوس خلاص دي، د دوی روغتیايي حالت ښه دی او د خپلو کورنیو له غړیو سره یوځای شوي چې دا زموږ لپاره خورا مهمه ده.»
د سره صلیب دا پنځه کارکوونکي د سیوه ییزو وسله والو له لوري د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ /د اګست څوارلسمه/ تښتول شوي وو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcja8eh.uqeaaz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته