دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 102678
جمهور رئیس غني د امریکا د کانګرس له پلاوي سره وکتل
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د کانګرس د تسلیحاتي خدمتونو د کمېټې د استازي راب ویتمن په مشرۍ له یو شپږکسیز پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز او له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو د دوام په باب خبرې وکړې.
د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس پلاوي د جمهور رئیس غني خردمندانه رهبري او د هغه په مشرۍ د نوي حکومت هڅې وستایلې او د افغانستان له حکومت او خلکو څخه یې د امریکا د متحده ایالاتو د دوامدار ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
په مقابل کې جمهور رئیس غني دې ته په اشارې سره چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د ملي لوړې روحیې لرونکې دی، د افغانستان د امنیتي ځواکونو دپیاوړتیا په لاره کې د هغه هېواد له مرستو او په افغانستان کې د امریکا د سرتیرو د قربانیو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا
پراختیا باندې یې ټینګار وکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcja8evouqeymz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته