دخپریدو نیټه :جمعه ۷ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 132774
افغانستان، د بیګانګانو د مداخلت قربانی!
تقریبآ دری لسیزه کیږی چی زموږ هیواد افغانستان د امنیتی او اقتصادی او په اخیر کی د فرهنګی مشکلاتو سره مخ دی. په دی مدت کی ددی هیواد خلګ دهر ډول مشکلاتو سره مخ سوی دی. دا دیرش کاله یا هم اضافه، ددی هیواد د خلګو لپاره تریخ تجربی اوپه ډیریو وختو کی نا هیله کوونکی وضعیت درلودلی دی او خلګ همیشه نظر لیری کسانو ته کړی تر څو یو ورځ به ورسیږی چی هیواد به د سولی او سلامت او ارامتیا او ترقی په لمن کی شپی او ورځی تیر کړی. خو لیدل کیږی چی د فقر او ناامنی سلسله په دی هیواد کی د پراختیا په حال کی دی چی په دی نږدی وختونو کی د هغه د حل لپاره کوم لاره د تصور وړ نه دی. او په دی وخت کی زموږ ګاونډیان هم د افغانستان د سولی او ثبات پرځای، په خپل غیری مسولانه دخالت سره، سوری رامنځته کوی او د هیواد امنیت او اقتصادی مشکلات نور هم ډیروی او په دی ظالمانه دخالت سره تر هغه ځایه مخته ځی چی افغانان شک پیداکوی چی آیا افغانستان ددی هیواد د رهبرانو پواسطه اداره کیږی یا که هم د ګاونډیانو په دخالت سره په دی هیواد کی بحران ته ادامه ورکوی؟! په نوی ګزارشونوکی راغلی دی چی د پاکستان دولت د حامد کرزی په ګټه د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کی لاس په تقلب او چم وهلی دی. د رسنیو په بیان سره، مشاهد حسین، د پاکستان د سنا د دفاعی کمیتی رییس اعلان کړی دی چی: حامد کرزی د افغانستان د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کی اسلام آباد ته تر واشنګتن ترجیح ورکړاو دپاکستان لپاره کار وکړ. انترنیشنل نیوز ګزارش ورکړ، دا سناتور وایی: موږ د حامد کرزی په ګټه د افغانستان د ۲۰۰۹ انتخاباتو کی لاس په تقلب ووهل او امریکا ته مو هم توصیه وکړ چی کرزی تر ټولو با هوشه دی او کولای سی خلګ په سادګی خطا باسی بیله دی چی هغوی متوجه سی. هغه بیا هم وویل: حامد کرزی پوهیدی چی امریکایان د هغه سره مشکل لری او په همدی وجه لاس یی پاکستان خواته اوږده کړ چی ښه نتیجه یی هم واخیستی. پاکستانی سناتور اضافه کوی: موږ د ټولو ۳ ملیونو افغانی مهاجرو رایه د حامد کرزی په ګټه کړه. مشاهد حسین، د مسلم لیګ د حزب ارشد غړی هم دی. لوړ خبر په ډیر احتمال سره صحیح هم دی، چی هر افغان دهغه د اوریدو څخه متاثره کیږی او متاسف ددی څخه چی یو ګاونډی څنګه کولای سی چی دهیواد په نظامی او سیاسی چارو کی لاس ووهی؛ تر هغه ځایه چی د هیواد د ریاست جمهوری او په کلیدی برخو او چوکیو کی د خلګو د ګمارلو لپاره اساسی نقش لری. دا نقش په تاسف سره په هیواد کی ادامه لری او د ډیریو پوهانو په باور پاکستان د افغانستان په سیاسی چارو کی ډیر لاس لری او د طالبانو او د افغانستان نورو دشمنانو سره همکاری هم د همدی پاکستان له لوری کیږی. تر هغه چی دا دخالتونه په هیواد کی ریشه یی وچ نه سی او زموږ رهبران زده نه کړی چی څنګه هیواد اداره کړی، شاید په راتلونکی کی د مشکلاتو د ډیریدو شاهدان و اوسو.
https://avapress.com/vdcja8evxuqetaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته