د میدان وردګو ولایتي شورا غړي وایي په دغه ولایت کې په ملکي،نظامي او قضایي ادارو کې ګڼ شمېر بېلابېلې ستونزې شتون لري او له چارواکو یې د لمنځه وړلو غوښتنه وکړه .
د دغه ولایت په ولایتي شورا کې نن د وږې په ۵مه غونډه جوړه شوې وه،چې د دغه ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات هم په کې ګډون کړی وو او د ولایتي شورا غړو سره د ولسونو له لورې شریکې شوې ستونزې له نږدې واوریدې .
د ولایتي شورا رئیس احمدجغفري وویل : د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په یو شمېر ادارو کې په ملکي،نظامي او قضایي برخو کې ولسونو ورسره ستونزې شریکې کړي .
دوی زیاته کړه، ګڼ شمېر ښوونځي یې ودانۍ نلري او یو شمېر نور یې بیا یواځې بیا ترمیم کېدو ته اړتیا لري او د دې ترڅنګ په لسګونو ښوونځیو کې لا هم زده کوونکو ته کتابونه نه دي ورکړل شوې .
د ولایتي شورا غړو پر یو شمېر سیمو کې د برېښنا د نشتوالې ستونزه او همدا راز یو شمېر مسؤلینو په اړه شوي شکایتونه هم د میدان وردګو والي سره شریک کړل .
دوی وویل ګڼ شمېر ساتوونکې،چې په ولسوالیو او د مرکز په بېلابېلو سیمو کې یې باید دنده ترسره کړې وه،خو د دوی د معلوماتو له مخې د ولسي جرګې غړو او ګڼ شمېرو نورو لوړ پوړو چارواکو سره خدمتي دندې ترسره کوي .
د ولایتي شورا غړو یو شمېر نورې امنیتي اندېښنې هم د دغه ولایت والي سره شریکې کړې او د حل په برخه کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل هرې ستونزې ته به د قانون په رڼا کې د حل لازمې لارې چارې ومومي .
نوموړی وویل په نظامي،ملکي او قضایه ادارو کې د اصلاحاتو د راوستو په موخه د جمهور رئیس څخه د دندې له پیل وروسته درې میاشتې موده غوښتې وه،چې یاده نیټه هم په رانږدې کېدو ده.
ده وویل هڅه به وکړي،چې هر مهال د ولایتي شورا په غونډو کې د ستونزو د حل په موخه برخه واخلي او هغه ستونزې چې د دوی سره ولسونو شریکې کړې،له نورو مسؤلینو سره ورته یو ځای د حل لارې چارې ولټوي.
ښاغلي حیات وویل دوی له وړاندې د خدمتي سرتېرو په معلومولو کار پیل کړی او د دغه چارې له بشپړېدو وروسته به ټول خدمتي سرتېرې پخپلو سیمو کې پر دندو وګماري .
دا لومړی ځل دی،چې د میدان ورګو والي د ولایتي شورا په کوربتوب د دوی په غونډه کې د ستونزو د حل په موخه ګډون کوي .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)