دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 88637
په بغلان کې یو تن د دوو ملکیانو د وژني په تور په اعدام محکوم شو
د بغلان استیناف محکمې نن یو تن د دوه ملکي وګړو د وژني په تور په اعدام محکوم کړ.
د دي ولایت د ایستناف محکمي رییس محمد کریم رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې په اعدام محکوم شوی کس تیر کال له یوې لفظې شخړې وروسته دوه تنه ووژل او دوه نور ټپیان کړل.
نوموړي وویل چې د قاتل پلار هم پدې قضیه کې دلاس لرو له امله په پنځه کاله حبس ومحکوم شو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjameo.uqeotz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته