دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 116178
ايا داعش له ازبکستانه ډاکټران استخداموي؟
اسلامي دولت ډله يا داعش له ازبکستانه د ډاکټرانو او انجينرانو په ګډون متخصصين استخداموي.

دا خبره د ازبکستان د ملي امنيت خدماتو يوه څېړونکي خوسان ماموروف کړې ده.

په دې اړه زيات شواهد شته چې داعش غواړي نه يوازې له ازبکستانه بلکه له ټولې نړۍ څخه طبي متخصصين استخدام کړي.

د ازبکستان ځايي رسنيو د تيرې جمعې په ورځ د دې هېواد د ملي امنيت خدماتو يوه څېړونکي خوسان ماموروف له خولې لیکلي چې د داعش له خوا استخدام شوي خلک ټول جنګيالي نه دي.

د ماموروف په وينا، داعش له هغو خلکو سره لېوالتيا ښيي چې له دې ډلې سره د دولت په جوړولو کې مرسته کولای شي لکه ډاکټران، ښوونکي، د برق ماهران او ان اشپزان.

ماموروف ادعا کوي چې داعش ډله له داسې کسانو سره له ۲۰ څخه تر دېرشو زرو ډالرو پورې ژمنه کوي چې خپلې کورنۍ د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې تر کنټرول لاندې سيموته بار کړي.

د ماموروف د اټکل له مخې، له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې د ازبکستان وګړي د اسلامي دولت ډلې ترڅنګ جګړه کوي.

د ماموروف ادعاوې د ځينو دلايلو له کبله د پام وړ دي.

داسې ښکاري چې دا لومړی ځل دی چې له داعش سره يوځای شويو ازبک وګړو شمېره چې په عراق او سوریه کې جګړه کوي، تر مخکينۍ اټکل شوي شمېرې زياته ده ځکه چې پخوانيو شمېرو هغه استخدام شوي کسان په پام کې نه دي نيولي چې جنګيالي نه دي.

دا څرګنده نه ده چې په حقيقت کې څومره ازبک وګړي له داعش او په سوریه کې له نورو سخت دريځو ډلو سره يوځای شوي دي. ځينو چارواکو او څېړونکو بېلابېلې شمېرې ويلي دي.

په دې اړه زيات شواهد شته چې داعش غواړي نه يوازې له ازبکستانه بلکه له ټولې نړۍ څخه طبي متخصصين استخدام کړي. په اپرېل مياشت کې يوه چچنيايي سخت دريځي، ادم الماني چې د داعش ترڅنګ يې جګړه کوله، په ټولنيزو رسنيو کې په سوريه کې په طبي زده کړو سمبال سړيو او ښځو د استخدام ږغ کړی وو.

د الماني خبرې د هغې ويډیو سره په همږغۍ وې چې د اسلامي دولت سخت دريځوله خوا خپره شوه او په کې ډاکټرانو له نورو طبي کارکوونکو څخه غوښتنه کوله چې د داعش تر کنترول لاندې سيمو ته بار شي.

په دې ويډیو کې د کوچنيانو اسټراليايي ډاکټرنهويشت کلن طارق کامله او د فزيوتراپي کارکوونکی ابو مقاتل الهندي ښکاري چې په انګریزي ژبه خبرې کوي. په اپرېل مياشت کې خپره شوې دغې ويډيو تر استخدامولو زيات څه ويل.

په دې پيغام سره چې اسلامي دولت سخت دريځه ډله به د روغتيايي بيمو پروګرام پلی کړي، دا څرګنده شوه چې ولې دغه ډله غواړي د روغتيا په برخه کې ډاکټران جذب کړي ترڅو خپله ادعا ثابته کړي چې يو ريښتونی دولت دی.

په دې سره چې اسلامي دولت سخت دريځه ډله په خپلو سيمو کې روغتيايي خدمات پلي کوي، دغه ډله غواړي څرګنده کړي چې د حکومتوالۍ وړتيا لري.

د ماموروف پرادعاوو سربېره دا نه ده څرګنده چې ايا کومو ازبک ډاکټرانو د داعش غوښتنې منلي او له هغوی سره يو ځای شوي که نه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcjamevouqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته