دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 113478
جمهور رئیس غني د بریدمل عیسی خان اتلولي وستایله
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پر ولسي جرګي د برید کوونکو تروریستانو په له منځه وړلو کې د برید مل عیسی خان میړانه وستایله او هغه ته یې د یو باب اپارتمان کیلي ورکړله.
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.
جمهور رئیس غني د تروریستانو لخوا پر ولسي جرګي د پروني ډله ایز تروریستي برید د ترسره کوونکو شپږو تروریستانو د له منځه وړلو او په ولسي جرګه کې د تلفاتو د مخنیوي په لاره کې د برید مل عیسی خان زړورتیا، میړانه او اتلولي وستایله او د دغه برید په مهار کولو کې یې د هېواد د نورو امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون له امله هم قدرداني وکړه.
جمهور رئیس غني وویل چې د هېواد زړورو امنیتي ځواکونو د دغه تروریستي ډله ایز برید پر وړاندې په خپل چټک غبرګون سره وکولای شول چې افغانستان له یوې سترې غمجنې پېښې څخه وژغوري.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د بریدمل عیسی خان اتلولي وستایله او هغه یې د دې خاورې زړور او میړنی بچی وباله.
بریدمل عیسی خان د جمهور رئیس لخوا د ده ستاینه او تقدیرول د ځان او دهېواد د امنیتي ځواکونو لپاره ویاړ وباله او یو ځل بیا یې ژمنه وکړه چې په خپل ټول توان او ځواکمنۍ سره به د هېواد د لویشت لویشت خاورې دفاع او ساتنه وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjatevouqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته