دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 123774
سادات وایی:که طالبان غوښتنه وکړی نو دوی د صلاح الدین تبادلې ته چمتو دی.

افغان چارواکو له طالبانو سره د لوړپوړو بندیانو تبادلې ته چمتوالی اعلان کړ

افغان چارواکو له طالبانو سره د لوړپوړو بندیانو تبادلې ته چمتوالی اعلان کړ
افغان حکومت له طالبانو سره د لوړ پوړو بندیانو د تبادلې په اړه خپل چمتوالی اعلان کړ.

د فارس خبری آژانس د راپور سره سم،د افغانستان د فاریاب والی وایی: که طالبان د یو شمېر اسیرو افغان سرتېرو په بدل کې د خپل یوه مهم قوماندان د خوشې کېدو غوښتنه وکړی،نو دوی به په دې اړه غور وکړی.
له دې مخکې په ناتایید شویو راپورونو کې ویل شوی وو چې طالبانو د ۱۳ اسیرو افغان سرتېرو په بدل کې د فاریاب لپاره د طالبانو د نومول شوی والی صلاح الدین د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
د طالبانو دا قوماندان څه وخت مخکې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی و.

د فاریاب والی سید انور سادات وایی چې نوموړی اوس مهال مرکز ته لېږدول شوی.

سادات وایی:که طالبان غوښتنه وکړی نو دوی د صلاح الدین تبادلې ته چمتو دی.

https://avapress.com/vdcjatevxuqe8az.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته