دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 101174
جمهور رئیس احمدزی د یو څلور ورځني رسمي سفر لپاره چین ته روان شو
 د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د چین د جمهور رئیس شي جینګ پینګ په رسمي بلنه د یو څلور ورځني رسمي سفر لپاره د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تیره شپه د چین پلازمېنې بیجینګ ته روان شو.
په دغه سفر کې به د افغانستان جمهور رئیس د چین له جمهور رئیس ښاغلي شي جینګ پینګ سره پر کتنې سربېره د دغه هېواد له صدراعظم او د پارلمان له رئیس سره هم وګوري.

همدا راز د دغه سفر په بهیر کې به د دواړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو په حضورکې د افغانستان او چین ترمنځ د همکارۍ څو موافقه لیکونه لاسلیک شي.

په همدې ډول جمهور رئیس احمدزی به د چین ولسي جمهوریت ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په څنډه کې د افغان او چینایي پانګوالو او سوداګرو په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړي او د دغه هېواد له سترو تاسیساتو او بنسټونو څخه به لیدنه وکړي.

ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی به همدا راز د بیجینګ ښار د شینهوا په پوهنتون کې وینا وکړي او په یوه ګردي میزکې به له یو شمېر کارپوهانو سره د چین او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په باب خبرې وکړي.

د افغانستان له جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني، د ملي اقتصاد په چاروکې د جمهور رئیس سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست حضرت عمر زاخیلوال، د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال بسم الله محمدي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست محمد شاکر کارګر، د چارو د ادرې لوی رئیس او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهور رئیس ویاند نظیف الله سالارزی، د ملي شورا ځيني غړي او یو شمېر ملي سوداګر ملګرتیا کوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjavevxuqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته