دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 137896
د کابل چاودنه؛ تروریستان څه غواړی
د ستری محکمی د دروازی پرمخامخ باندی چاودنی په نتیجه کی، لږ ترلږه ۲۰ تنه وژل سوی او ۴۵ تنه هم ټپیان سوی دی.
د کابل د پولیسو نهم حوزی مقامات وویل چی یو انتحاری مهاجم د سه شنبه په ورځ په داسی وخت کی چی د ستری محکمی کارکوونکی، رخصتیدي، خپل چاودیدونکی توکوته ددی محکمی په وړاندی چاودنه ورکړه.
د ستری محکمی ساختمان په هغه جاده کی چی د کابل څلورلاری د امریکا سفارت سره نښلوی، واقع سوی دی او شدیدآ ساتل سوی او حفاظت سوی منطقه په حساب راځی.
تیره میاشت دوه انتحاری هم د پارلمان اداری ساختمان باندی حمله وکړه چی په نتیجه کی یی ۳۰ تنه ووژل سو او ۸۰ تنه نور هم ټپی سو.
ددی حملی مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی؛ خو طالبانو پخواهم د افغانستان پر ستری محکمی باندی بریدونه کړی دی.
ددی ډلی په برید کی په ۲۰۱۳ کال کی د ستری محکمی په وړاندی ۱۵ تنه غیری نظامی کسان ووژل سو.
په هغه وخت کی، طالبان هشدار ورکړ چی که د افغانستان محکمی ددی ډلی غړو د محکمه کولو ته ادامه ورکړی، د هغوی مهاجمان به بیاهم پر محکمو باندی بریدونه ترسره کړی.
دا برید په داسی حال کی ترسره سو چی د کارپوهانو په باور، ستری محکمی باندی برید یوځل بیا دکابل اوسیدونکی ولرزوله.
هغوی چی لږ ترلږه په اخیرو اونیو کی لږ د چاودنو او تیراندازیو او آمبولانس افغان غږ خبری آژانسزونه اوریدل؛ شاید د یخوالی په وجه خو دا چی د چوپتیا به ترکومه وی، بیله شکه، د هغه راتلونکی اندیښنه پیدا کیږی چی معلوم نه دی کوم لوری ته به ولاړ سی.
رییس جمهور غنی هم د پخوا په شان، دا برید وغندله؛ هغه غندنه چی د منتقدانو په باور، د هغه تاثیر نه یواځی د ریاست جمهوری ماڼۍ څخه دباندی نه سی وتلای؛ بلکه د حکومت رهبران هم د تروریزم په وړاندی کوم فکر او سوچ ته نه هڅوی.
د همدی لپاره دی چی په نظر رسیږی چی د ملی وحدت حکومت هم هغه غندنی ته چی ډیر رسنیزه او تبلیغاتی بڼه لری، باور نه لری.
خو طالبان یا هر تروریستی ډله چی د سه شنبه د برید عامل وو، پر ستری محکمی باندی د برید څخه څه غواړی؟
هغوی پخوا هم عدلی او قضایی نهادونه لکه عدلیی وزارت په تیرو کلو کی په فراه او نورو ولایتونوکی د محکمو ساختمانونه تر مسلحانه او مرګباری بریدونو لاندی راوړی دی.
هغوی هر وخت ددی بریدونو لپاره یو همیشنۍ توجیه او دلیل درلودی؛ دا چی د افغانستان قضایی دستګاه، د طالبانو ځواکونه په اصطلاح سره بی ګناه مجاهدین بندیان کوی او زوروی یی.
خو هغوی په تیرو وختونو کی، نور دلیلونه هم مطرح کوله. ستره محکمه په فساد او کفر ته مجوز ورکولو باندی هم تورنوله.
دوه دروغ دلیلونه چی بیله شکه، تروریستی بریدونه پر ستری محکمی باندی ډیر توجیه ورکوله.
د پوهانو په باور، واقعیت دادی چی دهغه کسانو لپاره چی د طالبانو په شان فکر کوی او طالبانی ایدئولوژی فکر هم لری، دا توجیی او دلیلونه د هغوی لپاره د قناعت وړ هم دی تر څو ددی بریدونو څخه سترګی پټی کړی.
خو د افغانستان د اکثریتو خلګو لپاره چی طالبان ښه پیژنی او دهغوی عملونو او نظریو سره په ښه توګه آشنایی لری او هم کلونه دی چی د قضایی او نور حکومتی دستګاوو عمل وینی، آخیر برید چی غیری نظامیان او ملکی کارمندان قربانی کړ توجیه نه سی درلودلای.
په دی کی شک نسته چی قضایی دستګاه هم د نورو دولتی نهادونو په شان د خلګو لپاره قناعت بخشه عمل نه دی درلودلی. لکه چی په هیواد کی میلیونونه جریبه ځمکه غصب سوی دی او قضایی دستګاوی د ناتوانی او ضعف له امله نه سی کولای هغوی ته زیان ورسوی، نور پروندی لکه فساد هم په عالی مقاماتو کی شتون لری چی قضایی دستګاه د هغو څخه سترګی پټی کړی، د ورځی په زرهاوو کسان د خپل دعوا د حل او فصل لپاره محکمو ته مراجعه کوی؛ خو حق د هغه چا سره دی چی د زور ا پیسی او یا هم دولتی قدرت نفوذ ولری. د همدی لپاره په ځینو مناطقو کی خلګ طالبانو ته مراجعه کوی او یاهم د خپل حق څخه سترګی پټوی.
عدالت، قضایی دستګاه څخه ورک سوی دی. د قضاییه قوی استقلال او آزادی د حکومت د نفوذ څخه هم په شک کی دی چی د جدی حدیثو او خبرو سره مواجه دی.
اضافه پردی، د طالبانو داخبری په تیرو کلوکی چی ستره محکمه ځینی قاریان او حافظ قرآن بندیان کړی دی هم د ځینو افراطیانو او سنتی ګرایانو لپاره د هیواد په جنوب او ختیځ کی، توجیه پذیره او د قبول وړ دی؛ خو هیڅ داسی څه ددی سبب نه کیږی چی د افغانستان خلګ د سه شنبه ورځی برید پر غیری نظامیانو باندی، قبول کړی او هغه د طالبانو عدالت غوښتنه وبولی. د خلګو لپاره، هغه څوک چی خلګ وژنی، جنایتکار دی او په دی منځ کی، متاسفانه قربانی یواځی خلګ، غیری نظامیان او کارمندان او بی ګناه ماموران دی.
https://avapress.com/vdcjhaevmuqetoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته