دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 116998
ډیوس:اجازه نه ورکوو چې افغان خاوره د تروریستانو د امن ډګر شي
د بهرنیو پوځیانو عمومي قومندان جنرال جان اف کمپبل د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د امنیتي انتقال د ګډې قومندانۍ د مشرد بدلیدو په مراسمو کې وویل، که څه هم افغان پوځیانو سخت کال تېرکړ خو بهرني پوځیان یې کلک ملاتړ کوي.

د غوڅ ملاتړد ماموریت د امنیتي انتقال د ګډۍ قومندانۍ نوي مشرجنرال ډیوس هم ژمنه وکړه چې له افغان پوځیانو سره مرسته کوي څو پرینږدي چې هېواد یې د تروریستانو په ځاله بدل شي.

((زه به ستاسو له نږدې همکارانو څخه و اوسم خو په عین حال کې به له تاسو څخه زیاتې تمې هم وکړم!))

دا د امریکا د پوځ دوه ستوریزجنرال ګورډن سکیپ ډیوس دی چې په افغانستان کې یې د بهرنیوځواکونو د امنیتي انتقال د ګډې قومندانۍ دنده له افغان پوځیانو د ملاتړ په څرګندولو پیل کړه.

جنرال ډېوس ژمنه وکړه چې له افغان پوځیانو سره به د مرستو د دوام له لارې اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې د یوه امن ځای د لټولو لپاره د نړېوالو تروریستانو هڅې کامیابه شي. د امریکا د پوځ دوه ستوریزجنرال ګورډن سکیپ ډیوس وايي:

((زموږ اهداف څه دي؟ زه وایم چې زموږهدف د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پرمختګ، ثبات او ملاتړ دی چې په نتیجه کې یې افغانستان امن ولري او اوسیدونکو ته یې یوه باثباته او سوله ییزه راتلونکې جوړه شي.

د افغان پوځیانو د ملاتړ او د هغوی د اغیزمنتیا د کچې د پورته کولو له لارې به موږ دا یقیني کړو چې افغانستان د سیمې د امنیت لپاره پام کوي او اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د نړېوالو تروریستانو په امن ډګر بدله شي.))

جنرال ډیوس چې د جنرال ټاډ سیمینایټ په ځای راغلی دا هم وویل چې د هلمند موسی کلا او کجکي ولسوالۍ او په شمال کې کندز ولایت به د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ننګونې پیدا کړي خو هیله ده چې په ګډ کار سره په کې بریا ترلاسه شي.

د غوڅ ملاتړد ماموریت د معلوماتو له مخې جنرال ټاډ سیمینایټ په افغانستان کې ډېرې مهمې لاسته راوړنې درلودې چې له ډلې یې د افغان پوځیانو په بودیجه کې د لګښتونو کمول، د معاشونو بریښنایي لیږد او د افغان امنیتي ارګانونو لپاره د نویو ودانیو جوړول شامل دي.

اخوا په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قومندان جنرال جان اف کمپبل وویل چې له افغان پوځیانو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي کمپبل وویل چې افغان پوځیانو سږکال سختې جګړې وکړې او بهرني پوځیان به تل ورسره د تجهیز او تمویل په برخه کې همکاري جاري وساتي. د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قومندان جنرال جان اف کمپبل:

((د امنیتي انتقال د ګډې قومندانۍ او نورو ټولو اییتلافي پوځیانو، سرتیرو، افسرانو او کارکوونکو د تاسو لپاره نن د ډېر ویاړ ورځ ده.

تاسو په رښتیا هم د غوڅ ملاتړ د هدف پلي کونکي یاست. د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او تجهیز له لارې تاسو خپله دنده ترسره کوئ. ستاسو همدا هڅې د مثبتو پایلو د ترلاسه کولو لارې دي.))

ښاغلي کمپبل هم د امنیتي انتقال د ګډۍ قومندانۍ له نوي مشرهیله وکړه چې روانې هڅې جاري وساتي او د افغان پوځیانو د ملاتړ او د ګډو هدفونو په تعقیب کې هیڅ هڅه ونه سپموي.

د بهرنیو ځواکونو لوړ پوړي قومندانان په داسې حال کې د افغان پوځیانو په ملاتړ او تجهیز ټینګارکوي چې د هېواد په څو سیمو کې د طالبانو او داعش پرضد سختې جګړې روانې دي او پکې ډېرو افغانانو زیات ځاني او مالي تاوانونه ورکړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcjhmevouqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته