دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 126690
د نجونو په يوه ښوونځي کې د بم د ښخولو لپاره د طالبانو طرحه شنډه شوه
د غور ولايت يوه امنيتي مسوول وويل: وسله والو طالبانو غوښتل په دې بمي بريد سره زده کوونکو نجونو ته خبر دارى ورکړي چې نور ښوونځي ته له ورتګ څخه لاس واخلي .
په غور ولايت کې د نجونو په يوه ښوونځي کې د بمي بريد لپاره د طالبانو طرحه نن شنډه شوه .
دوه تنه يرغلګر کله چې غوښتل د دره قاضي په نامه ښوونځي کې بم ښخ کړي؛ د ملي امنيت د مامورينو له خوا ونيول شول .
د غور ولايت يوه امنيتي مسوول وويل: وسله والو طالبانو غوښتل په دې بمي بريد سره زده کوونکو نجونو ته خبر دارى ورکړي چې نور ښوونځي ته له ورتګ څخه لاس واخلي .
ده وويل چې د ملي امنيت مامورينو دوه تنه يرغلګر له بمونوسره نيولي دي.
نيول شويوکسانو د وسله والو طالبانو په ډله کې په غړيتوب اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې د خپلو قوماندانانو په لارښوونه يې غوښتل چې د دره قاضي د نجونوپه ښوونځي کې بم ښخ کړي .
دا په داسې حال کې ده چې د دره قاضي د نجونو په ليسه کې په سلګونو تنه نجونې په زده کړې بوختې دي.

https://avapress.com/vdcjhmevyuqe8mz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته