دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 97899

د شمالي وزیرستان د بې ځایه شویو کورنیو یو شمير مشرانو او مخورو د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې په بېلابېلو برخوکې خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس دشمالي وزیرستان د بې ځایه شویو ولسونو مشرانو ته چې له کورنیو سره د خوست ولایت ته را غلي دي، وویل: تاسو پخپل کورکې یاست او د خاوند په توګه به دلته ژوند کوی.
جمهوررئیس کرزي هغوی ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت به ستاسو د بچیانو د تعلیم او روغتیا او د هغو نورو اړتیاوو او آسانتیاوو د رامنځته کولو په لاره کې چې تاسو ورته ضرورت لریء، لازم اقدامات وکړي.
د افغانستان جمهوررئیس په سیمه کې روانو حالاتو ته د اشارې په ترڅ کې هیله وکړه چې په افغانستان او پاکستان کې سوله او امن ټینګښت ومومي او د دې سیمې خلک سوکاله او آرام ژوند ولري او پر خپلو کورونو بسیا شي.
د شمالي وزیرستان د بې ځایه شویو کورنیو څو تنو مشرانو د نورو په استازیتوب د جمهوررئیس حامدکرزي له پاملرنې او د خوست د خلکو د همکاریو له امله چې خپل کورونه یې د دوی په واک کې ورکړي دي، مننه او قدرداني وکړه.
په دغه کتنه کې د افغانستان د علماوو د سراسري شورا مشر، د سرحدونو او قبایلو او د مهاجرینو چارو وزیرانو او د خوست والي هم ګډون کړی و.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjhoeh.uqeahz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته