دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 131298
یوشمېرهیوادونه دملي یووالي حکومت په سیاسي اواداري لاسوهنې کوي
د افغانستان د واليانو ټولنه ویلی دي ، يو شمېر هېوادونه او سفارتونه د ملي يووالي حکومت په سياسي او اداري چاروکې متاسفانه لاسوهنې کوي.


د افغانستان د واليانو ټولنه ویلی دي ، يو شمېر هېوادونه او سفارتونه د ملي يووالي حکومت په سياسي او اداري چاروکې متاسفانه لاسوهنې کوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د والیانوټولنې خوا خپره شوې خبرپاڼه واي ، چې افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د يوه خپلواک او سرلوړي هېواد په توګه پاتې شوى او د نړۍ له نورو دولتونو سره يې د متقابل احترام د اصل پر اساس اړيکې تنظيم کړې دي.
خبرپاڼه زیاته وي، دغه لاسوهنه د ملی یووالي حکومت د لوړ پوړو ملکي اوامنیتی مامورينو د عزل او نصب تر بريده رسېدلې ده او همدا سفارتونه دي چې د حکومت د مامورينو په مقررۍ او منفکۍ کې ښکاره مداخله کوي.

https://avapress.com/vdcjhvevouqet8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته