دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 99725
د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو سند نن ماسپښین لاسلیک شو
د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو سند نن ماسپښین د دریو بجو په شااوخوا کې لاسلیک شو.
په دې سند باندې د ولسمشر اشرف غني احمدزي او نورو لوړ پوړو چارواکو په حضورکې په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم او د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر لاسلیک وکړ.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې افغان حکومت له ناټو سره هم د امنیتي همکاریو سند لاسلیک کړ.
له ناټو سره د همکارۍ سند په افغانستان کې د ناټو د استازي موریتس یوخیمز او ښاغلي اتمر له خوا لاسلیک شو.
منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي دغه دواړه سندونه د افغانستان او نړۍ د ثبات په ګټه وبلل.
نوموړي وویل، چې ددې سند له مخې به نړیوالې مرستې د افغان حکومت د بودجې له مخې لګول کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiaeh.uqeh8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته