دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 127653
نیکولسن غواړي چې په افغانستان د امریکايي ځواکونو شمېر کم نه شي
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان د هېواد په اړه د خپلو درېیو میاشتو څېړنو پایله پنټاګون ته وسپارله.
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان د هېواد په اړه د خپلو درېیو میاشتو څېړنو پایله پنټاګون ته وسپارله.
که څه هم د دغې څېړنې جزئیات نه دي روښانه شوي خو ویل کېږي چې نوموړی غواړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر په خپل ځای وي او کم نه‎شي.
د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو د فعالیتونو له پراختیا سره په ورته وخت کې د جنرال نکلسن درې میاشتنی رپوټ پنټاګون ته لېږل شوی دی.
که څه هم د دغه رپوټ منځپانګه پټه بلل شوې خو تمه کېږي چې د امریکایي ځواکونو د واکونو زیاتوالی او د کال ترپایه د دغو ځواکونو نه کمښت ددغه جنرال غوښتنې وي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ویاند چارلیس کلیفلنډ وویل:« اصلي موخه چې موږ غواړو ورته ورسېږو دا ده چې له افغانانو سره مرسته وکړو ترڅو تلپاتې امنیتي توانمني رامنځته شي، نه یوازې د دې لپاره چې جګړه وګټو بلکې د دې لپاره چې دایمي امنیتي توانمني رامنځته شي ترڅو افغانان وکولای شي له ځانه دفاع وکړي او له هغې وروسته ګواښونو ته پام وشي.»
د ځینو یرغلیزو وړتیاوو کمښت د افغان ځواکونو ناتواني بلل شوې دي خو یو شمېر کاپوهان وايي د پرمختللو وسلو کمښت افغان پوځیان یې له سختو ننګونو سره مخامخ کړي دي.
د ګرمسیر پخوانی ولسوال عمر عمري وايي:«تر ټولو ستره ټاکنه او غوره حل لاره دا ده چې د امنیتي ځواکونو وړتیاوې او تجهیزات پراخیتا ومومي؛ځکه چې هغو د امریکايي ځواکونو په وړاندې ښه او اغېزناکه دي.ځکه چې امریکايي ځواکونه او نور بهرني ځواکونه،له سیمې سره بلد نه دي،د خلکو له کلتور او سنتونو سره آشنا نه دي. او که‎چېرې په هېواد کې هم پاتې شي،په کمپونو کې به وي ولسوالیو او کلیو ته به ولاړ نه شي.»
د سیاسي چارو شنوونکي هارون میر څرګنده کړه:«د طالبانو ګواښ چې اوس په سیمه کې د القاعدې ګواښ هم څرګندېږي.القاعده چې اوس له طالبانو سره یې نوی بیعت کړي دی،نه یوازي د افغانانو لپاره بلکې د امریکایانو کورنیو او بهرنیو ګټو ته هم ګواښ دي. زما له لید لوري دا هغه نښې دي چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د قومندان غوښتونو ته مثبت ځواب ورکوي او هیله ده چې هغوی د ځواکونو اوسنۍ کچه تر ۲۰۱۷ کاله پورې وساتي.»
دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې بارک اوباما امریکايي ځواکونو ته له طالبانو سره په جګړه کې د ونډې اخیستو لپاره لازیات صلاحیتونه ورکړي چې دا پرېکړه د افغان چارواکو له هرکلي سره مخامخ شوې ده.

https://avapress.com/vdcjiaevtuqe8mz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته