دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 98915
د ۴ ماشومانو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په میدان وردګو ولایت کې تېره شپه د کابل ـ کندهار پر لویه لاره دترافیکې پېښې او په جغتو ولسوالۍ کې پر یوه کور د توغندي د لګیدو له امله دوه موټر چلوونکې او یوه ۱۹ کلنه انجلۍ شهیدان شوي او څلور ماشومان ټپیان شوي دي .
د جغتو ولسوالۍ بازار ته څېرمه د اسدالله په نوم د یوه تن پر کور د وسله والو طالبانو لخوا د توغول شوی توغندي د لګیدو له امله د نوموړی یوه نولس کلنه لور شهیده شوې .
همدا راز د یاد توغندي د لګیدو له امله د اسدالله درې نورې لورګانې چې عمرونه یې ۹،۷ او ۵ کاله دي او یو زوی،چې عمر یې یو نیم کال دی ټپیان شوي،چې د درملنې په موخه مرکز کابل ته لیږدول شوي دي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یوه ټلیفونې اړېکې په ترڅ کې د کورنۍ له مشر اسدالله نومې سره خبرې وکړې او په رامنځته شوې پېښه یې خواشیني څرګنده کړه .
هغه د خبرو پر مهال د هغه شهیدې لور ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا د غوښتو ترڅنګ دوی ته صبر جمیل وغوښتو او نوموړی ته یې لارښوونه وکړه.
د یو بل خبر له مخې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د نرخ ولسوالۍ اړوند د اندړو پول په سیمه کې د دوو ټیلر موټرو د جنګیدو له امله د دواړو موټرونو چلوونکې شهیدان شوي دي.
ترافیک د یادې پېښې رامنځته کیدل د دواړو موټر چلوونکو بې احتیاطې په ګوته کړې .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjiheh.uqeovz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته