په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې غرنی ، بدخشان ، لوګر ، ننګرهار ،کنړ ، هلمند او کاپیسا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۸ تنه ټپیان او۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۵ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د فاریاب او میدان وردک ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل