دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 126951
په بلخ کې یو سوداګر او دوه تنه نور ملکيان وژل شوي دي
د بلخ د والي وياند شېرجان دراني ته وويل چې نن سهار وختي ناپېژانده وسله والو د صديق کندهاري په نوم يو سوداګر پر ډزو وژلى دى.
        د بلخ د والي وياند شېرجان دراني ته وويل چې نن سهار وختي ناپېژانده وسله والو د صديق کندهاري په نوم يو سوداګر پر ډزو وژلى دى.  
هغه وايي: ((دغه پېښه د روضې جنوب لور ته سهار وختي رامنځته شوې ده.))  
درانى وايي چې صديق کندهاري غوښتل په بلخ کې پانګونه وکړي خو خپلې موخې ته تر رسېدو وړاندې و وژل شو.
ده وويل چې د يادې پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.  
دغه راز دراني وويل چې تېره شپه د مزارشريف ښار د خالد بن وليد په ښارګوټي کې د خپلمنځي جګړې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.  
هغه وويل چې د جګړې لامل تر اوسه روښانه نه دى خو د دې پېښې په تور يو تن نيول شوى دى.     
   
https://avapress.com/vdcjimevvuqe8hz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته