دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 88105
په پکتیکا ولایت کې د تروریستانو د یو پټنځای کشفول
د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د کشفی اطلاعات له مخې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالی په شیخانو کلی کې د تروریستانو له یو پټنځای څخه:
- یو میل دهشکه سره له یو صندوق مرمیو یې
- د BM1 د توغندی د توغولو یوه دستګاه.
- یو میل RPG7 راکت انداز .
- ۳۳ فیره د هاوان مرمی.
- ۱۰۰۰ فیره د پیکا مرمي او په سلګونو فیره د ډول ډول وسلو مرمي او پوځي تجهیزات چې د ترهګرو ډلو لخوا د جمهوری ریاست او ولایتی شوراگانو د نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ورڅخه د تروریستی او ورانکارو کړنو په موخه کار واخلي کشف او ترلاسه شول.
پیښه د لازیاتو څیړنو لاندې ده.
https://avapress.com/vdcjiveo.uqeoyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته