دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۱۱
د مطلب کود : 134556
په غزني کې ۱۶ طالبانو وژل کېدل او په پروان کې د قاري ذبیح الله نیول
د افغان غږ خبری آژانس آژانآژانس له مخې: غزني امنیه قومندان وايي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په یوې نښته کې ۱۶ طالب وسله‎وال ووژل شول او پنځه تنه نور یې ټپيان شول.د طالبانو دوه سیمه‎ييز قومندانان هم د وژل شویو په ډله کې دي.
د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل څرګنده کړه چې دغه نښته هغه مهال د آب بند او مقر ولسوالۍ په پولو رامنځته شوه چې د طالبانو یوې ډلې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ.
په همدې حال کې ملي امینت په پروان ولایت کې د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي له نیولو خبر ورکوي.
د نظم عامه پولیسو په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې برکت الله د طالبانو ډلې لوړپوړی غړی او د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ لپاره تش په نامه ولسوال قاري ذبیح الله د نظم عامه د ځانګړو ځواکونو او د هېواد د ملي امنیت له خوا په دغې ولسوالۍ نیول شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې نیول شوي کس د پروان ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې د طالبانو د ترهګریزو بریدونو د پلان مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.
https://avapress.com/vdcjixevmuqetiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته