و
افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی:دا عملیات د ترهګرو له شتون څخه د کندز ولایت نا امنو سیمو پاکولو په موخه د افغان ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.
دا عملیات د کندز ښار اړوندو په زرخرید، گورتیپه، زاخیل، علیخیل او شورهخاک کې ترسره شوي او دا سیمې په بشپړه توګه د ترهګرو له شتون څخه چاڼ شوې دي.
په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي.
خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو او ملکي کسانو مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.