دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 129967


له نن څخه سل کاله مخکی شاه امان الله خان د افغانستان دآزادی غوښتونکی سو. د آزادی لاسته راو‌ړنه هغه وخت زور واخیستی جی خلګ ددوهم ځل لپاره استعمار ګرانو ته ډیر تاوانونه واړول.
د دومره تلاش، مالی او معنوی زیانونو سره سره بیا هم افغانستان د انګلیس داستعمار لاندی وو. ملی حاکمیت او سیاسی استقلال یی نه درلودی. ددومره زیانونو ګاللو سره سره دا سوال پیدا کیږی چی ولی امان الله خان د انګلیس څخه د افغانستان د آزادی غوښتونکی شو؟
جواب به داوی چی هغه وخت چی امان الله خان واک ته ورسیدی نو تیر سوی پاچاهان د پیسی په ترلاسه کولو سره دافغانستان سیاسی آزادی معامله کړی وو. یواځی داخلی واک یی درلودی مګر د سیاسی اختیاراتو او دنورو هیوادو سره په اړیکو نیولو کی د انګلیس د استعمار لاندی وو. دا امان الله خان ته د قبول وړ نه وو نو وروسته له واک ته رسیدو څخه د افغانستان آزادی یی دوهم هدف وو.
البته امان الله خان د زمان او مکان په نظر کی نیولو سره دآزادی غوښتونکی سو او دا وظیفه د امان الله خان پرغاړه سو. ځکه چی مخکنی پاچاهان حکومت قبضه کوی او خلګ یی د خپل واک لاندی ساتل.
امان الله خان د یو تحصیل کړی او سیاسی فکرو دقشر دنمایندی په حیث پر واک تکیه وکړه. خو مخکنی پاچاهان هیڅ وخت په داډول حکومت ته نه وو رسیدلی.
امان الله خان په ۱۳۹۸ (۱۹۱۹) کی د انګلیس څخه وغوښتل چی دافغانستان آزادی په رسمیت وپیژنی په داسی حال کی چی په ۱۹۱۸ اول جهانی جنګ پای ته رسیدلی وو، لوی اروپایی قدرتونه په دا جنګ کی سره ونښتل، لوی زیانونه یی ورته اړول سوی وو دا ددی باعث سو چی دنورو هیوادو لکه افغانستان سره تفاهم وکړی.
دوهم داچی داول جهانی جنګ په پای ته رسیدو سره غثمانی حکومت هم ضعیف سوی وو. اتاترک تازه واک ته رسیدلی وو چی دا ټوله دافغانستان نوی پاچا لپاره مهم ملاتړ وو.
په شمال کی دتزار حکومت پای ته رسیدلی وو او پرځای یی دشوروی سوسیالستی حکومت پر واک کښینستلی وو. هند هم د انګلیس د استعار لاندی وو مګر د هند خلګ د آزادی لاسته راوړنه شروع کړی وو چی دامان الله خان لپاره مهم ملاتړ وو. دا ټوله شرایط دافغانستان آزادی ته لاره هوار کړی وو او امان الله خان ته هم دامعلوم وو چی انګلیس بل لاره بیله دافغانستان دآزادی دمنلو نه لری.
شرايط داته مساعد سوی وو او انګلیس ته هم بیرته پر افغانستان د تسلط توان نه وو پاته سوی وو، او افغانستان خلګ هم قربانی ته اماده وو.
د عبدالرحمن هڅه دمرکزی قدرت د لاسته راوړلو لپاره او د آزادی د ساتلو لپاره ډیر مهم وو. په حکومت کی دا اعتماد منځ ته راغلی وو چی حکومت کولای سی مرکزی قدرت وساتی او محلی قدرتونه مرکزی قدرت ته کوم زیان نه سی اړولای. پردی باندی اختلاف سته چی کوم ورځ د افغانستان دازادی ورځ دی؟
خو ځینی تاریخ لیکونکی په دی نظر دی چی د آزادی ورځ هغه ورځ دی چی امان الله خان د نصر الله خان بیعت لاسته راوړه. او ځینی په دی نظر دی چی د امان الله خان دواک ته رسیدو یو ورځ وروسته امان الله د میوند څلور لاری ته نږدی د فبروری په ۲۴ او ۱۹۱۹ کال کی په خپل وینا کی د افغانستان آزادی اغلان کړه.
او ځینی هم په دی نظر دی چی امان لله خان د فبروری په ۲۸ او ۱۹۱۹ کال کی د یو اعلامیی په چاپ کی د افغانستان آزادی اعلان کړه. چی انګلیس کوم توجه و نه کړه او د فغان او انګلیس دریم جنګ شروع سو چی دا جنګ دری میاشتی دوام وکړ چی په نتیجه کی د بریتانیا حکومت د افغانستان آزادی او ملی حاکمیتژ په رسمیت وپیژنده.
امان الله خان له هغه څخه وروسته هم دآزادی موضوع پرینښول او دافغان او انګلیس ترمنځ مذاکرات شروع سو. په هر حال دا داهمیت وړ دی چی ایا دافغانستان آزادی هغومره چی ددرناوی وړ وو ساتنه ورڅخه وسوه او وتوانیدی چی دافغانستان د سیاسی او ټولنیز پرمختګ لپاره ګامونه اوچت کړی او که یا؟
واقعیت دادی چی دافغانستان آزادی د هغومره مالی او معنوی زیانونو په ګاللو سره سره بیاهم ساتنه ورڅخه ونه سوه. امان الله خان هم دغربی تمدن تر تاثیر لاندی راغلی او غوښتل چی غربی تمدن په یو څو حکومتی فرمانونو عملی کړی بیله دی چی د غربی تمدن اساس او فرهنګی مسائلو ته پاملرنه وکړی.
د آزادی د ورځ ټاکل بیله دی چی یو انحرافی نظر دی بل څه نه دی. ددی ورځی هره ورځ او میاشت لمانځل ارزش او په زړه پوری دی. دافغانستان حکومت باید دخلګو قربانیانی هیر نه کړی.
هیله دی چی حکومت ددی ورځی لمانځنه بیله کوم ناامنی ترسره کړی او د افغانستان د غیرتمند خلګ یادونه دنن او آینده نسل لپاره پاته سی.

https://avapress.com/vdcjmhevauqe8hz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته