دخپریدو نیټه :شنبه ۷ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 119661
د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د ملي پولیسو او ملي اردو ځواکونو سره د قلات – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د ګډو عملیاتو پر مهال د ترهګرو یو روزنځای کشف او درې تنه ترهګر نیولي دي.

په دغه روزنځای کې ترهګرو ته د زده کړو ورکولو سربېره د ګڼ شمېر ترهګریزو او ورانکارو چارو لکه د زابل- کندهار په لویه لار د ماینونو د ځای پر ځای کولو، د دغې لویې لار پر مسافرو د بریدونو او پلونو ته د چاودنې ورکولو پلانونه هم طرح کېدل.

له دغه روزنځای څخه ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي، د رېموټ کنټرول ماینونه، د وسایطو ضد ماینونه او ګڼ شمېر د ماینونو جوړولو لارښود کتابونه ترلاسه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmhevvuqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته