دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۲
د مطلب کود : 156868
عطا محمد نور په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د حکومت مشرانو ته سخت چلنچ ورکړ

د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس او د بلخ ولایت پخواني والي عطا محمد نور د ملي یووالي حکومت مشرانو ته په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې چلنچ وروکړ.

نوموړی نن په مزار شریف ښار کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، «که ژوندی وم» په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به د ملي یووالي حکومت مشرانو ته د بریالیتوب اجازه ورنه کړل شي.

 نومړی په همدې حال کې ادعا وکړه چې خلک د اوسني نظام له کړنو په تنګ شوي او حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې د تاوتریخوالو او کړکیچونو د دوام په صورت کې به دوی په خپلو چلند او تګلارو کې بدلون رامخته کړي او د اوسني نظام پر وړاندې به یو سخت دریځ غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ارګ ماڼی او عطا محمد نور ترمنځ د بلخ ولایت د سیمه ییز حکومت پر سر لانجې له کابو یوه میاشتې راهیسې دوام لري.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس له دې وړاندې هم ویلي وو چې د ملي یووالي حکومت مشران نه شي کولې دی له دندې ګوښه کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې د بلخ د والي په توګه خپل کار ته ترهغه به دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmmevouqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته