د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، یاد دیني عالمانو، چې د بېلابېلو فرقو او مذهبونو استازیتوب یې کاوه، په صادره کړې فتوا کې ویلي دی، چې انتحاري حملې، د اسلامي شرعې د نافذولو په نوم له تشدد او زوره کار اخیستل د اسلام له نظره ناروا دی.
د یاد وړ دی، دغه هیواد کې دیني عالمانو وروسته له دې دا فتوا صادره کړه چې پاکستاني مدرسو په افغانستان او درسته سیمه کې د دین په نوم انتحار او تشدد رواج کړ.