دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 126960
هلمند کې د ولسي پاڅون کوونکو یو قومندان په ګډون، ۱۲ پولیس ووژل شول
راپورونه کاږي چې د هیواد سویل هلمند ولایت د نادعلي او نهر سراج ولسوالۍ کې طالبانو په څو بیلا بیلو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې له امله یې ۱۲ پولیس وژل شوي دي.

راپورونه کاږي چې د هیواد سویل هلمند ولایت د نادعلي او نهر سراج ولسوالۍ کې طالبانو په څو بیلا بیلو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې له امله یې ۱۲ پولیس وژل شوي دي.

یوه سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي له ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې په دغه نښته کې د ولسي پاڅون کوونکو د قومندان په ګډون ۱۲ پولیس وژل شوي دي.

هغه وویل چې دغه نښته د سورګودر او شاول په سیمو کې رامنځته شوې.

د سرچینې په ټکو، د دغې نښتې په پایله کې درې امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د نوموړي له خولې، په نهر سراج او ناد علي ولسوالۍ یو شمیر امنیتي پوستې د طالبانو تر

ګواښ لاندې ده.

د هلمند والي ویاند، د یک ټلویزیون سره په مرکه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې پخلی کړی، خو د زیانونو په اړه کره شمیره یې په ډاګه نکړه.

هلمند

په همدې حال، د بغلان ولایت سیمه ایز چارواکي اعلام کړی چې د دغه ولایت په مرکزي برخو کې د هیواد امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې طالبانو درانه زیانونه اړولي دي.

د بغلان قومندانۍ د پولیسو امر، عبدالرشید بشیر ویلي چې دغه عملیات له څو ورځو راهیسې د مرکزي بغلان په منګلونو، جوی کهنه او منګل کاکا سیمو کې په لاره اچول شوي وو.

هغه زیاته کړې چې د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۰ طالب وسلوال وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د دغه ولایت پولیس ویلي چې طالبانو د شاتګ په وخت کې د دغې سیمې یو شمیر کورونو ته اور ورته کړي او خلکو ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.


https://avapress.com/vdcjmmevyuqe8hz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته