دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 132585
افغانستان او څو ږغه ټولنه!؟
د ریاست جمهور  د ویاند معاون په دی باور دی چی افغانستان د دموکراسی په اساس د یو څو ږغه ټولنی د بدلون په حال کی دی! ښاغلی مرتضوی په یو ناسته کی چی د ( انترنت او ځوانان ) تر عنوان لاندی جوړسوی وو دا خبره بیان کړی دی! که دا خبره یو مخصره وی کیدلای سی په اسانی ځینی تیر سو او څو ږغه ټولنه د دموکراسی تر څنګ پریږدو او دهغه آسانی او سهولت له یاده وباسو؛ خو دا خبره په دقت سره ویل سوی وی او د حکومت ویاند داخبره په اندیښی سره ویلی وی کیدلای سی د جدی نقد لاندی قرار ونیسی. که څه هم دا ډول خبری کوم نوی کارنه دی د افغانستان حکومتی مقامات دا ډول خبری ډیر کړی دی بی له دی چی د کلمو معنی ته لږتوجه وکړی. د افغانستان اکثره مقامات نه پوهیږی چی هغه کلمات چی استعمالوی ډیر معناوی لری چی نا دیده نیول کیږی. دموکراسی یو دهغو لویو مفاهیمو څخه دی چی متاسفانه تر اوسه خپل معنی زموږ د حکومتګرانو ترمنځ پیداکړی نه دی. که وویل سی چی حکومت ګران حتی داسی کلمات استعمالوی او دهغه څخه سوء استفاده کوی او هغه په غلطه معنی استعمالوی او دا لوی جفی دی چی د ارسطو په خبره: که خبری په سمه معنی استعمال نه سی دا خبری د کوچنیانو د بیده کولو لپاره ځینی استفاده کیږی. لومړی باید د دموکراسی څخه پوښتنه وسی چی هغه حکومت چی د شکاره چم او فریب په اساس منځته راغلی وی څنګه کیدلای سی یو دموکراسی وی او  دا دموکراسی هم وکولای سی څو ږغه ټولنه په خپل ځان کی لوی کړی؟ هر حکومت چی د قانون په زیان کار وکړی بیله شکه نه سی کولای چی یو دموکراتیک حکومت وی. څو ږغه ټولنه هم هغه وخت معنی پیدا کوی چی حکومت د اوسیدونکو حقوق پرځای کړی. څو ږغه ټولنه په یو معنی کیدلای سی وجود ولری؛ یو هغه ږغونه دی چی د پر خور کسانود حلقوم، پرادعا، ډیر طلب کسانو څخه راوځی چی اقلیت تشکیلوی او د حکومت څخه غواړی چی دهغوی پرخوری علاج وکړی. داسی ږغونه چی هر وار رامنځته کیږی او د حکومت څخه دخاصو امتیازونو غوښتونکی کیږی چی دا هم ږغ په حساب راځی. ځینی ږغونه هم سته چی د فقر او بیکاری څخه پورته کیږی چی د وږی توب څخه فریاد کوی چی داهم بل ډول ږغ دی. که څو ږغه په دی معنی وی نو حکومتی مقاماتو خبری سم دی. خو دموکراسی دا ډول خبری نه لری، څو ږغه ټولنه هغه ټولنه ده چی ټوله غړی یی د مساوی حقوقو څخه برخمن وی او حکومت ټولو کسانوته په مساوی سترګه وګوری، څوک خاص امتیازونه ونه لری. د هر یو د راتلونکی تعین کوونکی د هغه لیاقت، مهارت او پوهنه وی. آیا په رښتیا هم د افغانستان په ټولنه کی دا ډول ږغونه وجود لری او یا دا ډول خبری اوریدل کیږی؟ په مجموعه کی څو ږغه ټولنه یو عادلانه ټولنه ده چی حکومتونه د قانون په اساس دا ډول ټولنی پر پښو دروی. د افغانستان حکومت که څه هم ددموکراسی شعار لری خو په شکاره ډول سره یو غیری عادلانه حکومت دی. عادلانه حکومت د قومیت په محور شکل نه نیسی، ترڅو چی قومی سران د سیاست تعین کوونکی وی دا حکومت به د عدالت مسیر طی نه کړی او څو ږغه ټولنه به رامنځته نه سی. تر څو چی په یو حکومت کی عدالت نه وی څو ږغه ټولنه هیڅ معنی نه لری. ږغ یواځی دا نه دی چی ټوله یو ډول فریاد ولری، څو ږغه په دی معنی دی چی د ټولو ږغ په مساوی ډول واوریدل سی. څو ږغه ټولنه یو عادلانه ټولنه ده چی دهغه خلګ اوسیدونکی حساب سی او دمساوی حقوقو او امتیازاتو څخه برخمن وی. حکومت هم د اوسیدونکو د حقوقوملاتړ وی نه د قومی امتیازاتو. په هیواد کی چی د تروریستانو ملاتړ د خاصو امتیازاتو لرونکی وی، د خشونت لرونکی څخه د ملاتړ غږ د ریاست جمهوری د ارګ څخه پورته سی او د حکومت تر ملاتړ لاندی واقع کیږی خو د مظلومو کسانو ږغونه تړل کیږی او د هیڅ څوک غوږونو ته نه رسیږی دا ډول ټولنه څنګه کولای سو څو ږغه ټولنه وبولو؟ بنا پردی هغه لږ غوښتنه چی د حکومت کوونکو څخه خلګ لری دا دی چی دهغوی په باورونو د کلماتو په مفاهیمو بازی ونه کړی، پریږدی چی دا ډول کلمی په خپل مناسب ځای سمه معنی ورکړی.ددی کلیماتو غلط استعمال هم دهغوی معنی کموی او هم نفرت رامنځته کوی. دداسی کلیماتو استعمال که د فخرخرڅونی په معنی وی خو د صداقت په معنی نه دی.خلګ د حکومت ګرانو څخه صداقت غواړی. صادقانه ږغ ډیر ښه او پرمعنی ږغ دی.
https://avapress.com/vdcjo8eviuqetiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته