دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۰۷
د مطلب کود : 149686
مجلس مشر: د محرم په میاشت کی جدی امنیتی تدابیر دی ونیول سی
د نمایندګانو مجلس مشر د امنیتی ارګانونو څخه غواړی چی د محرم په میاشت او جمعی په ورځو کی د مقدسو اماکنو امنیت تامین لپاره جدی تدابیر ونیول سی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالرووف ابراهیمی، د نمایندګانو مجلس غړۍ د ننۍ ناستی په علنی مجلس کی په کابل کی د امام زمان پر مسجد باندی د تروریستی برید محکومولو ترڅنګ وویل: د حکومت څخه غواړو چی د مقدسو ځایونو امنیت بالخصوص د محرم میاشتی او جمعی په ورځو کی تامین کړی ترڅو په هیواد کی مذهبی شخړو مخه ونیول سی.

 

په دی حال کی نمایندګانو مجلس ځینی غړۍ د حکومت او امنیتی نهادونو څخه په شدت سره نیوکی کړی دی او وایی چی په هیواد کی د خلګو لپاره کوم مصوون او امن ځای نه دی پاته.

عبدالستار خواصی په ناسته کی وویل: د حکومت دنده دخلګو ساتنه ده. خلګ سجده کوی، مصوون نه دی، تلاوت کوی، مصوون نه دی نه مسجد مصوون دی، نه هم د خلګو د خوشی مراسم.

ښاغلی خواصی زیاته کړه: بدبختانه دا حکومت نه د خلګو دین څخه دفاع کولی سی، نه د ناموس او نه هم د خلګو ځان او مال څخه، که نه سی کولای نو معنی یی څه ده؟

تروریستان د څو میاشتی راهیسی خپل بریدونه پر مجسدونو باندی ډیر کړی دی. په دی آخرو کی داعش تروریستی ډله په کابل کی د امام زمان مسجد تر هدف لاندی ونیول چی د لسګونو لمونځ کوونکو د شهادت سبب سو.

داعش تروریستی ډله ددی په شان بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

https://avapress.com/vdcjohevmuqexmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته