دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۰
د مطلب کود : 139588
لوړو زده کړو په موسسوکې د نيالګيو د ايښودلو کار پيل شو
د لوړو زده کړو په موسسوکې د نيالګيو د ايښودلو کار د لوړو زده کړو د وزيرې له خوا د څو نيالګيو په ايښودلو سره پيل شو .
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په دغه پروګرام کې چې د لوړو زده کړو وزارت معينان، رييسان او يوشمېر کارکوونکو هم ګډون کړى و؛ د لوړو زده کړو وزيرې ډاکترې فريدې مومند د لوړو زده کړو وزارت، د کابل پولي تخنيک پوهنتون او د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزني د پوهنتون په انګړکې د څو نيالګيو د ايښودلو په ترڅ کې وويل چې ښکلي او سمسورچاپيريال د لوړو زده کړو د مرکزونو يوه اړتيا ده او دغه پروګرام يې د پوهنتونونو د چاپيريال د سمسورتيا او د پارکونو د جوړولو لپاره ترلاس لاندې نيولى دى.
دې له محصلانو او استادانو څخه وغوښتل چې د نيالګيو د ايښودلو په پروګرام کې فعاله ونډه واخلي او د خپل ژوندانه د چاپيريال په سمسورتيا کې دې هلې ځلې وکړي.
ټاکل شوې ده په دې پروګرام کې زر نيالګي چې د کرنې وزارت له خوا ورکړ شوي دي؛ کيښودل شي .
https://avapress.com/vdcjohevouqetiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته